د کابل پوهنتون د مسلکي پرمختیا مرکز له لوري د غوره پاورپواینټ د جوړولو او وړاندې کولو لاروچارو اړوند ورکشاپ جوړ شو

website admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۴/۷ - ۸:۱۳
Workshop

د کابل پوهنتون د مسلکي پرمختیا مرکز له لوري د غوره پاورپنټ د جوړولو او وړاندې کولو د لاروچارو ورکشاپ په پوهنتون کې د نويو ګمارل شوو ۲۰ تنو استادانو لپاره د روان کال د سرطان په ۶ نېټه د دوشنبې په ورځ جوړ شو.

پدې ورکشاپ کې د لکچرنوټ، سمینارونو، علمي کنفرانسونو او د ښوونیزو برنامو په وړاندې کولو کې له پاورپواینټ څخه ګټه اخیستنه د پوهنوال دکتور اسدالله حامد له لوري په داسې حال کې، چې د کابل پوهنتون د استادانو د مسلکي پرمختیا مرکز آمر ښاغلي پوهنوال فرید احمد طنین هم شتون درلود، ګ‌‌‌‌‌‌ډونوالو ته وړاندې شو.

د کابل پوهنتون د استادانو د مسلکي پرمختیا مرکز د آمر په وینا دا برنامه د یوې ورځې لپاره جوړه شوې ده او موخه یې د نویو ګمارل شوو استادانو د وړتیاوو لوړوالی او له درسي میتودونو سره د هغوی بلدتیا ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۱۰
Background image

په کابل پوهنتون کې د ارزانه او زلزلې پر وړاندې د محکمو کورونو د برابرولو په اړه بحث تر سره شو

دغه بحث چې د انجینري پوهنځي لخوا څخه جوړ شوی وو، د کابل پوهنتون رئيس دکتور اسامه عزيز په پوهنتون کې د دغه محفل په جوړېدو خوښي وښوده او ويې ويل، چې یاده موضوع د هېواد يوه اړتيا ده او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۳ - ۱۱:۵۱
Background image

د کابل پوهنتون د علمي چارو مرستیال د ماسټرۍ برنامو د ازموینو له بهیره لیدنه وکړه

ښاغلی پوهاند محمد شفیع شریفي د کابل پوهنتون د علمي چارو مرستیال او د ماسټرۍ برنامې آمر ښاغلی دکتور یارزمان منګل د ماسټرۍ برنامو د ازموینو له بهیره لیدنه ترسره کړه.

ددې لیدنې په ترڅ کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۵/۱۸ - ۱۵:۵۷
Background image

د Lumpy Skin Disease ناروغۍ د پېژندې، کنترول او درملنې په اړه په کابل پوهنتون کې کنفرانس تر سره شو

پدې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو په غواګانو کې د Lumpy Skin Disease  د ناروغۍ د خپرېدو په اړه راپورونه خپاره شوي چې په همدې وجه د یادې ناروغۍ د پېژندنې، کنترول او درملنې تر. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

دکابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځۍ د پسرلنی سمسټر د نندارتون په مراسمو کې دلوړو زده کړو وزارت دعلمي معین ښاغلی لطف الله خیرخواه صاحب وینا

دکابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځۍ د پسرلني سمسټر د نندار تون په مراسمو کې د یادې پوهنځۍ د رئیس ښاغلي پوهنمل دوکتور محمود آریوبي وینا

د کمال خان بند د پرانیستې په پار د افغانستان د اوبو مطالعه او مدیریت تر عنوان لاندې علمي او څېړنیز کنفرانس

په کابل پوهنتون کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل

د کابل پوهنتون د عامه ادارې او پالیسي او دریاضیاتو پوهنځيو د نوې ودانۍ پرانیسته