د کابل پوهنتون د لړم میاشتې دولسمې نېټې پېښې ټپیانو څخه د پوهنتون رهبري هیئت لیدنه وکړه

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۹/۸/۱۷ - ۹:۴
بشسثث

د کابل پوهنتون رهبري هیئت په داسې حال کې، چې د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال پوهنمل عبدالتواب بالارکرزي، د محصلینو چارو مرستیال سید فرهاد شهید زاده او د مالي او اداري چارو مرستیال ښآغلي نور احمد درویش، د ولسمشري ماڼۍ د چارو ادارې مرستیال ښآغلي عبدالکریم توتاخېل، د جمهوري ریاست سلاکار ښآغلي پوپل او د پوهنتون یو شمېر استادانو  او همکارانو هم حضور درلود د علي اباد، جمهوریت، استقلال او ... په روغتونونو کې د پوهنتون د ۱۲ نېټې پېښې له  ټپیانو څخه لیدنه وکړه.

د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري پدې لیدنه کې د شهیدانو روح د دعا تر څنګ یې د دې پېښې له ټپیانو سره خبرې او ولیدل او له دوی سره یې خواخوږي څرګنده او د الله ج له درباره یې هغوی ته د روغتیا غوښتنه وکړه.

د افغانستان اسلامي جمهوریت د دې پېښې د شهیدانو کورنیو سره ۱۰۰ زره افغانۍ او د ټپیانو له کورنيو سره یې ۵۰ زره افغانۍ نقدي مرسته استولي وه، چې دا مرستې د کابل پوهنتون د رییس له لوري په عملي ډول پیل او د دې پېښې ټولو کورنیو ته به وویشل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۰:۱۰
Background image

پښتو او دري مقالې، په نړیوال اعتبار!

د کابل پوهنتون د علمي مجلې امریت له لوري پښتو او دري مقالې په نړیوالو ژورنالونو «د طبیعي علومو علمي- څېړنیز ژورنال» او «د ټولنیزو علومو علمي- څېړنیز ژورنال» کې، له نړیوال اعتبار سره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۸:۳۸
Background image

د فارمسي پوهنځي د تدریسي درملتون د جوړولو چارې پیل شوې

د کابل پوهنتون د فارمسي پوهنځي د تدریسي درملتون د جوړولو چارې د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.

دغه تدریسي درملتون د ۱۴۰ متره مربع ځمکې پر مساحت، په دوو پوړونو کې جوړېږي او د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۸:۵۶
Background image

په کابل پوهنتون کې د پښتو او دري ژبو او ادبیاتو ډیپارتمنټونو ارتقا دوو خپلواکو پوهنځیو ته

د افغانستان د لوړو زده‌کړو په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره، د لوړو زده کړو عالي شورا د ۱۴۰۵/۶/۱۵ نېټې د (۱۱) ګڼې پرېکړې پر بنسټ، د کابل پوهنتون د پښتو ژبې او ادبیاتو او د دري ژبې او. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: