د کابل پوهنتون د فارمسي پوهنځي د خوراکي توکو د خوندیتوب نړیواله ورځ ولمانځله
د جوزا اوولسمه نېټه چی د جون میاشتې له اوومې نېټې سره برابره ده د غذایی مصونیت نړیواله ورځ ده. په همدې مناسبت دغه ورځ د کابل پوهنتون د فارمسي پوهنځي له خوا د دغه پوهنځي د رییس، استادانو، اداري کارکوونکو او محصلینو په ګډون د یو علمي سیمینار وړاندې کولو سره ولمانځل شوه. غونډه د قرآن کریم د څومبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.
وروسته د فارمسي پوهنځي رییس پوهنوال آقا محمد ژکفر د دغې نړیوالې ورځې په مناسبت لنډ معلومات وړاندې کړل.
په پای کې د فارمکوګنوزي-تغذي ډیپارتمنت د استاد پوهنوال بشیراحمد بشیر له خوا د دغې ورځې په مناسبت علمي سیمینار وړاندې شو او د غذایي مصونیت په هکله هر اړخیز معلومات وړاندې شو. هېره دې نه وي چې نوموړې ورځ د تېرو پنځو کلونو را پدېخوا په نړیواله کچه لمانځل کیږي.