د کابل پوهنتون د علمي شورا نوبتي ناسته جوړه شوه

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۲۵ - ۱۷:۳۲
ku

د کابل پوهنتون د علمي شورا نوبتی ناسته د روان کال د غبرګولي په ۲۵ نېټه د سې شنبې په ورځ د کابل پوهنتون د رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري په ریاست د دې ریاست د مرستیالانو، د پوهنځیو ریسانو او د علمي شورا د نورو غړو په ګډون جوړه شوه.

په پیل کې د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري د ناستې غړو ته ښه راغلاست وویل، په هیواد کې یې د کورونا ویروس درېمه څپه د اندېښنې وړ وبلله او د روغتیا وزارت روغتیايي لارښوونو په پام کې نیولو باندې تاکید وکړ. ښاغلي بابري همدارنګه د کابل پوهنتون د ټولنیزو علومو پوهنځي استاد او د اطلاعاتو او کلتور وزارت پخواني مرستیال پوهاند محمد رسول باوري په مړینه خواشیني وښوده او دا یې د هیواد علمي- اکاډمیکې ټولنې په ځانګړې توګه کابل پوهنتون ته یوه لویه ضایعه وبلله. پوهاند بابري تاکید وکړ، چې د پوهاند بابري علمي او معنوي ځای به د تل لپاره د ویاړ وړ وي او د کابل پوهنتون رهبري به د استاد د ارزښت وړ او زړه سوانده خدمتونه هېر نکړي. د کابل پوهنتون رییس د لوی الله ج له درباره د مرحوم استاد روح ته د مغفرت دعا او کورنۍ ته یې د صبر عوښتنه وکړه.

پوهاند بابري د خپلو خبرو په بله برخه کې وویل، چې د کورونا ویروس د درېمې څپې د ګواښ په دلیل د عامې روغتیا وزارت د تصمیم پر بنسټ پوهنتونونه او ښوونیز بنسټونه رخصت دي او پوهنځي او څانګې مکلفې دي، چې د HELMS سیسټم له لارې او د نورو پلاټ فورمونو څخه په ګټه اخیستنه په انلاین ډول خپلو درسونو ته دوام ورکړي.

د علمي شورا پدې ناسته کې همدارنګه له اجنډا سره سم د استادانو ۱۱ د ګمارنې دوسیې، د استادانو د منفکي دوه دوسیې، د استادانو د علمي ترفیعاتو ۱۷ دوسیې، د استادانو د علمي رتبو د تثبیت درې دوسیې او د متفرقه موضوعاتو دوه دوسیو باندې د قوانینو، مقرراتو، لایحو او طرزالعملونو په رڼا کې خبرې وشوې او په هر یو باندې د رایو په اکثریت سره تصمیم ونیول شو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۹:۵
Background image

د کابل پوهنتون د ډاډګېرنې او خواخوږۍ پیغام

بسم الله الرحمن الرحیم

《كُلُّ نَفْسٍ ذَائِقَةُ الْمَوْتِ ۗ وَإِنَّمَا تُوَفَّوْنَ أُجُورَكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ ۖ فَمَن زُحْزِحَ عَنِ النَّارِ وَأُدْخِلَ الْجَنَّةَ فَقَدْ فَازَ ۗ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۹:۳۸
Background image

د ټولنیزو او بشري علومو نړیوال ژورنال نوې ګڼه خپره شوه!

د کابل پوهنتون د علمي څېړنو معاونیت له لوري د ټولنیزو او بشري علومو نړیوال ژورنال (Journal of Social Sciences and Humanities) د ۲۰۲۵م کال څلورمه ګڼه خپره او پرلیکه شوه.

په دې ګڼه کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۲:۲۰
Background image

ممتازو محصلانو ختیځ زون ته علمي سیر ترسره کړ

د علمي تجاربو د وسعت د لړۍ په دوام کې، دا ځل د کابل پوهنتون د دوه‌ ویشتو پوهنځیو ممتازو محصلانو ختیځ زون ته علمي سیر ترسره کړ.

په دغه سفر کې محصلانو د یادو ولایتونو له محترمو واليانو،. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: