د کابل پوهنتون د عامه ادارې اوپالیسي پوهنځي محصلینو لپاره د مالیاتي قوانینو په اړه سمینار ترسره شو
په یاد سمینار کې چې د روان کال وږي میاشتې په ۸نېټه د چهارشنبې په ورځ ترسره شو؛ د مالیې وزارت مسؤلینو د مالیاتي سیستمونو، لایحو، کړنلارو او قوانینو په اړه محصلینو ته معلومات وړاندې کړل.
نوموړی سمینار د پوهنتون محصلانو خدماتو انسجام آمریت په هڅو د محصلینو علمي مهارتونو کچې لوړولو، د هېواد مالیاتي قوانینو او عوایدو ریاست له جوړښت سره دبلدتیا په موخه ترسره شوی.
د کابل پوهنتون د عامه ادارې او پالیسي پوهنځي رئیس ښاغلی زبیر عظیمي د یاد سمینار د اغېزمنتیا ترڅنګ له محصلینو وغوښتل؛ چې له دې پوهاوي دې ګټه واخلي.
له دې پخوا د اقتصاد، حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو محصلینو لپاره هم نوموړی سمینار ترسره شوی وو .