د کابل پوهنتون د خارجي ژبو او ادبیاتو پوهنځي د فرانسوي څانګې پارک پرانیستل شو

Abdul Hai Alamyar
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۴ - ۱۲:۲۷
ku

د کابل پوهنتون د بهرنیو ژبو او ادبیاتو د فرانسوي ژبې څانګې پارک د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري په داسې حال کې، چې د دې څانګې استادانو او محصلینو هم شتون درلود، د روان کال د غوايي په ۱۴ نېټه پرانستل او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د کابل پوهنتون رییس د دې پارک د پرانیستې په مراسمو کې د بهرنیو ژبو او ادبیاتو پوهنځي د فرانسوي څانګې آمرې له هڅو او زحمتونو او د دې څانګې استادانو او محصلینو، چې د دې پارک په جوړېدو کې یې اصلي زیار ګاللی دی مننه وکړه او ویې ویل، چې ستاسو دا کار د نورو پوهنځیو او څانګو لپاره یوه الګو او لارښود دی، چې داسې نوښت له ځانه وښيي. پوهاند بابري په پوهنتونونو کې پاکوالی او نظافت او همدارنګه نظم او انضباط یې جدي او اړتیا یاده کړه، چې دا کار د استادانو او محصلینو په همکاري او هڅو تر لاسه کیږي. دکتور بابري وعده وکړه، چې د نوښت او پراختیا په برخه او همدارنګه په پوهنتون کې د پاکو او زرغونو ځایونو جوړولو په برخه کې به هېڅ ډول هڅې ونسپموي.

د یادونې وړ ده، چې د کابل پوهنتون د بهرنیو ژبو او ادبیاتو پوهنځي د فرانسوي څانګې پارک د فرانسوي څانګې آمرې دکتورې مستورې عظیمي په شخصي لګښت، د کابل پوهنتون د خدماتي برخې په همکاري او د دې پوهنتون د انجنیري پوهنځي د محصلینو په مهنډسي سره جوړ شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۳ - ۱۳:۳۸
Background image

په کابل پوهنتون کې د کرونا واکسین دویم ډوز د پلي کېدو بهیر پیل شو

د کرونا ویروس (کوويډ-19) واکسین دویم ډوز پلي کېدو بهیر د روان کال د غبرګولي په ۱۳ نېټه د پنجشنبې په ورځ د کابل پوهنتون استادانو، کارمندانو، امنیتي ځواکونو او خدماتي کارکوونکو ته د. . .

شنبه ۱۴۰۰/۳/۸ - ۱۲:۳۰
Background image

په کابل پوهنتون کې د کابل پوهنتون د حقوقي ستاژ او د احصايي او معلوماتي ملي ادارې برېښنايي تذکرې بستونو کانکور ازموینه واخیستل شوه

د کابل پوهنتون د حقوقي ستاژ او د الکترونيکي تذکرو بستونو کانکور ازموینه د روان کال د غبرګولي په ۷ نېټه د جمعې په ورځ د کابل پوهنتون د رییس او رهبري، د ازموینو ملي ادارې رهبري، د مرکزي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۳/۸ - ۱۲:۲۲
Background image

د کابل پوهنتون د فارمسي پوهنځي او د بلخ پوهنتون د فارمسي پوهنځي تر منځ د علمی همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

د کابل پوهنتون د فارمسي پوهنځي او د بلخ پوهنتون د فارمسي پوهنځي ترمنځ د همکاریو د پراختیا هوکړه لیک د علمي، اداري، څېړنیزو او نورو اړوندو موضوعاتو په برخه کې لاسلیک شو.

د دې هوکړه لیک. . .

BACK TO NEWS

All Media

د کمال خان بند د پرانیستې په پار د افغانستان د اوبو مطالعه او مدیریت تر عنوان لاندې علمي او څېړنیز کنفرانس

په کابل پوهنتون کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل

د کابل پوهنتون د عامه ادارې او پالیسي او دریاضیاتو پوهنځيو د نوې ودانۍ پرانیسته

د سولې جوړونې په اړه د جمهور رئيس جلالتمآب محمد اشرف غنی د وینا دوهمه برخه

د سولې جوړونې په اړه د جمهور رئيس جلالتمآب محمد اشرف غنی د وینا لومړۍ برخه