د کابل پوهنتون درسونه د کب پر اوومه پېلېږي
د کابل پوهنتون د رهبرۍ شورا په جلسه کې چې دوشبنه د کب پر دویمه جوړه شوې وه، د لوړو زده کړو وزارت د طرحې له مخې پرېکړه وشوه چې د پوهنتون د ژمني سمسټر درسي بهیر د دیني او فرهنګي ارزښتونو په پامنیوي د کب له اوومې پیل او تر درېو اوونیو دوام وکړي.
په دې جلسه کې چې د بېلابېلو پوهنځیو د رییسانو په ګډون جوړه شوې وه، د جلسې ټولو غړيو د خپلو پوهنځيو له خوا د چمتوالي په څرګنداوي سره د ټولو اړتیاو او اساسي موضوعګانو په پامنیوی ټینګار وکړ.
د کابل پوهنتون د ژمنی سمسټر درسونه چې د کب له اوومې پيلېږي تر درېو اوونیو به دوام وکړي. د ۱۴۰۱ هـ ل د وري له لومړۍ تر پنځه ویشتمې به د نوموړي سمستر ازموینې وي او د همدې کال د وري له اووه ویشتمې به پسرلنی سمسټر پيل شی.
د یادونې وړ ده چې کابل پوهنتون د جدیدالشمول محصلینو نوملیکنه به هم ژمني سمسټر د ازموینو له پيل سره سمه شروع او د ۱۴۰۱ هـ ل د وري تر پنځه ویشتمې به روانه وي.