د کابل پوهنتون خدماتي کارکوونکو ته خوراکي توکي وویشل شول

website admin
شنبه ۱۴۰۰/۱۰/۱۸ - ۱۱:۱۳
kkkk

څلور قلمه خوراکي توکي، چې اوړه، غوړي، بوره او چای شامل وو، د پنجشنبې په ورځ د کابل پوهنتون د مالي او اداري مرستیالي سرپرست سره په همغږۍ او حضور کې د "ستاره صبح" موسسې له لوري د دې پوهنتون خدماتي کارمندانو ته وویشل.

د یادو توکو د ویش په غونډه کې د کابل پوهنتون مالي او اداري معاونیت سرپرست مولوي عبدالحکیم قاسمي د ستاره صبح موسسې د مرستو څخه د مننې ترڅنګ یې د ورته نورو مرستو غوښتنه وکړه او ویې ویل، چې د کابل پوهنتون کارګران او کارمندان په اوسنیو سختو شرایطو کې مرستې او همکاري ته اړتیا لري.

همدارنګه پدې غونډه کې د ستاره صبح موسسې مسوول نظیف الله احمدزي وویل، چې له 2008 کال راهیسې له کابل پوهنتون سره په مختلفو برخو کې همکاري لري او تر دې وروسته به هم خپلو همکاریو ته دوام ورکوي. ښاغلي احمدزي زیاته کړه، چې د کابل پوهنتون کارمندانو سره به په نژدې راتلونکې کې یوه اندازه نوره د خوراکي توکي مرسته وکړي.

د یادونې وړ ده، چې د ستاره صبح موسسې مرسته شوي خوراکي توکي د کابل پوهنتون د پوهنځیو او شعباتو د شپې پاتې کېدونکو ۹۸ تنو ته ورکړل شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۰/۲۱ - ۱۵:۵۳
Background image

د کابل پوهتنون د علمي شورا نوبتي غونډه وشوه

د کابل پوهنتون د علمي شورا نوبتي غونډه د روان کال د مرغومي(جدي) پر یوویشتمه د سې شنبې پر ورځ د کابل پوهنتون د علمي شورا په تالار کې وشوه. په نوموړې غونډه کې چې د کابل پوهنتون د رییس. . .

شنبه ۱۴۰۰/۱۰/۱۸ - ۱۱:۱۳
Background image

د کابل پوهنتون خدماتي کارکوونکو ته خوراکي توکي وویشل شول

څلور قلمه خوراکي توکي، چې اوړه، غوړي، بوره او چای شامل وو، د پنجشنبې په ورځ د کابل پوهنتون د مالي او اداري مرستیالي سرپرست سره په همغږۍ او حضور کې د "ستاره صبح" موسسې له لوري د دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۰/۷ - ۱۵:۲۲
Background image

د کابل پوهنتون رئیس د ترکيې هیواد رسمي پلاوي سره وکتل 

د روان شمسي کال د جدي په 5 تاريخ د کابل پوهنتون رئیس  دکتور اسامه (عزيز) د ترکيې هيواد څخه راغلي یو رسمي پلاوي سره په خپل دفتر کې ملاقات درلود.
پدې ليدنه کې د پوهنتون رئیس یاد پلاوي ته. . .

BACK TO NEWS

All Media

د کمال خان بند د پرانیستې په پار د افغانستان د اوبو مطالعه او مدیریت تر عنوان لاندې علمي او څېړنیز کنفرانس

په کابل پوهنتون کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل

د کابل پوهنتون د عامه ادارې او پالیسي او دریاضیاتو پوهنځيو د نوې ودانۍ پرانیسته