د کابل پوهنتون تر سلو زیاتو محصلینو ته د کار موندنې او کمپیوټر مهارتونو زده کړې کورسونه دائر شول
نوموړي کورسونه د محصلانو خدماتو انسجام آمریت لخوا له یوې میاشتې په زیاته موده کې محصلینو لپاره په دوه جلا ټولګیو کې پیل شوي دي. ژر به ۵۰ تنه محصلین د دندې موندلو مهارتونو او ۵۰ تنه نور محصلین به د کمپیوتر پروګرامونو په برخه کې زده کړې وکړي.
ددې کورسونو اصلي موخه په مختلفو برخو لکه: ددندې پیداکول، د کمیپوتر پروګرامونو سره بلدتیا، د پروژې مدیریت، د څیړنې لارښوونه، د انګلیسي ژبې زده کړې او نور مهمو مسایلو په برخه کې د محصلینو د زده کړو او مهارتونو ظرفیت لوړل ښوودل شوي دي.
د محصلانو خدماتو انسجام آمریت مسولینو د یادو ښوونیزو ټولګیو د پیل په اړه له محصلینو سره د برنامې د اصولو او مقرراتو په اړه معلومات شریک کړل او زیاته یې کړه، چې ژر به دوی ته به چمتو کړي درسي مواد ددوی په واک کې ورکړل شي.
د یاد آمریت مسولینو محصلینو ته د بریا ترڅنګ هیله څرګنده کړه، چې ددې ښوونیزې برنامې څخه پوره ګټه واخلي.
د محصلانو خدماتو انسجام آمریت تل هڅه کړې، چې د محصلینو د علمي او عملي ظرفیت په لوړولو کې د تحصیل په لړ کې دوی ته د انګلیسي ژبې زده کړې، د بیان فن، دندې موندنې مهارتونه، کمپیوټري زده کړو ا نورې ښوونیزې برنامې ترسره کړي، ددوی په وینا د روان تحصیلي کال په لړ کې زیاتو محصلینو په یادو برنامو کې زده کړې ترسره کړې دي.