د کابل پوهنتون انجینري پوهنځۍ د مهندسۍ څانګې ډیزاین او څېړنې سیمینار ترسره شو

tariq_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۳ - ۱۶:۲۵
5412

 په دې تړاو جوړې شوې پروګرام کې د کابل پوهنتون رئیس دوکتور اسامه عزیز، د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال دوکتور لطف الله خیرخواه، د دولتي محصلانو چارو رئیس حامد یعقوبي، د کور او ښار جوړونې چارو وزارت استازو، د پوهنتون استادانو، اداري مسوولینو او زده کړیالانو برخه اخیستې وه. مسوولینو په خپلو خبرو کې د انجینري پوهنځۍ په برخه کې څېړنې او نوښتونه مهم وبلل زیاته یې کړه چې د هېواد په ابادۍ او پرمختګ کې د انجینرۍ برخه خورا مهم او د پام وړ ارزښت لري.

په کابل پوهنتون کې د انجینري پوهنځۍ مهندسي څانګې له لوري د ډیزاین او څېړنې سیمینار په تړاو غونډه کې، چې پکې د پوهنتون زده کړ یالانو د انجینرۍ او خپلې اړوندې مسلکي برخه کې چمتو شوي پریزېنټېشنونه ګډونوالو ته وړاندې کړل، د پیل او ښه راغلاست وینا د انجینري پوهنځۍ رئیس پوهاند عبدالقیوم کریم وکړه او د مهندسۍ څانګې دا کړنه او زیاریې مهم یاد کړ.

ورپسې د کابل پوهنتون زده کړیالانو له لوري چمتو شوي ډيزاینونه په نوبت سره وړاندې شول، چې د نوي عصر او غوښتتنو سره سم ماسټر پلانونه پکې نظر کې نیول شوي وو، چې پکې د استقلال شهرک، د ازادۍ شهرک، د پولیسو مجاهد شهرک او د پکتیا مهاجرینو ښارګوتي ډیزاین شوي ما سټر پلانه وړاندې شول.

دغه راز د لوړو زده کړو وزات د دولتي پوهنتونونو زده کړیالانو چارو رئیس په خپلو خبرو کې د کابل پوهنتون له رهبرۍ څخه په دې تړاو د مننې ترڅنګ زیاته کړه چې د هېواد په پرمختګ، ابادۍ او ځان بسیاینې برخو کې د انجینرۍ علم مهم ارزښت لري او له زده کړیالانو یې وغوښتل چې په دې برخه کې لا نور ډېر نوښتونه رامنځته کړي.

 د یادونې وړ ده چې د سیمینار په پای کې د کابل پوهنتون رئیس دوکتور اسامه عزیز، د لوړو زده کړو وزارت څخه راغلو مسوولینو او استادانو له لوري زده کړیالانو ته ستاینلیکونه هم ورکړل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۹:۴۲
Background image

د بهرنيو چارو وزير محصلينو ته وينا وکړه

په کابل پوهنتون کې د محصلينو په اصلاحي سيمينار کې د ا.ا.ا د بهرنيو چارو وزير ښاغلي امیرخان متقي محصلينو ته د ا.ا.ا د بهرنۍ او کورنۍ پاليسۍ او لاسته راوړنو په اړه وينا وکړه.

نوموړي اسلا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۹:۲۶
Background image

د لوړو زده کړو وزیر محصلينو ته د شريعت پر مقاصدو وينا وکړه

د کابل پوهنتون او د مرکزي زون د امارتي او خصوصي پوهنتونونو شاوخوا زر تنو محصلینو ته د اصلاحي سيمينار په لړ کې، د ا.ا.ا د لوړو زده کړو محترم وزير شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم وينا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۹:۱۹
Background image

د څو پوهنتونونو استادانو ته د مسلکي ظرفيت لوړونې ورکشاپ پيل شو

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي له لوري د هېواد د شلو پوهنتونونو د استادانو لپاره د فزيک په برخه کې د مسلکي ظرفیت لوړونې ورکشاپ پيل شو. ياد ورکشاپ د استادانو د علمي او عملي وړتياوو د. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: