د کابل پوهنتون استادانو لپاره د غوره سمینار جوړولو او وړاندې کولو په اړه ورکشاپ ترسره شو
د روان کال وږي میاشتې په ۲۰ نېټه د دوشنبې په ورځ د امام قتیبه (رح) په تالار کې د کابل پوهنتون بیلابېلو پوهنځيو نویو ګمارل شویو استادانو لپاره غوره سمینار جوړولو اووړاندې کولو په اړه ورکشاپ ترسره شو.
نوموړی سمینار د استادانو مسلکي پراختیا آمریت لخوا ترسره شو.
د وترنري علومو پوهنځي استاد ښاغلي پوهنوال دکتور اسدالله یاد سمینار وړاندې کړ، په نوموړي سمینار کې ۳۸ تنه له ګڼو پوهنځيو څخه نوي ګمارل شوي استادان بلل شوي وو.