د څو پوهنتونونو استادانو ته د مسلکي ظرفيت لوړونې ورکشاپ پيل شو

tariq_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۹:۱۹
21155

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي له لوري د هېواد د شلو پوهنتونونو د استادانو لپاره د فزيک په برخه کې د مسلکي ظرفیت لوړونې ورکشاپ پيل شو. ياد ورکشاپ د استادانو د علمي او عملي وړتياوو د لوړولو په موخه تنظيم شوی، چې پکې د فزیک اړوند لسګونه تجربې په لابراتوارونو کې ترسره کېږي.

دا ورکشاپ د کابل پوهنتون داخلي او بهرني استادان پرمخ وړي، چې د نويو تدریسي میتودونو او عصري لابراتواري تجربو له لارې د ګډونوالو مسلکي مهارتونه پياوړي کوي. ګډونوال استادان په عملي ډول له نويو علمي تجربو سره بلدتيا مومي او خپلې علمي تجربې يو له بل سره شريکوي.

د لوړو زده کړو وزير ښاغلي شي.خ م.ولوي ند.اء محم.د ندي.م د ياد ورکشاپ له بهير څخه ليدنه وکړه، د ترينرانو او ګډونوالو استادانو نظرونه او غوښتنې يې واورېدې، د کابل پوهنتون له دې فعاليت يې ستاینه وکړه او مسؤلينو ته يې لارښوونه وکړه چې په راتلونکي کې د دې ډول علمي او مسلکي فعاليتونو د پراخېدو لپاره يو منظم پلان جوړ او له وزارت سره شريک کړي.

د يادونې ده چې دغه ډول ورکشاپونه د پوهنتونونو ترمنځ د علمي همکارۍ د پياوړتيا، د تدریس د کيفيت د لوړولو او د لابراتواري زده کړو د معياري کولو لپاره مهم ارزښت لري.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۹:۲۴
Background image

د کرنیزو کاروبارونو رامنځته کولو سیالۍ اړوند غونډه ترسره شوه

د افغانستان د زراعت پوهنځیو د محصلینو ترمنځ د «کرنیزو کاروبارونو رامنځته کولو» سیالۍ د همغږۍ غونډه په آنلاین بڼه ترسره شوه.

په غونډه کې د کابل پوهنتون رئیس، د لوړو زده کړو وزارت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۰:۴۱
Background image

د دیني ـ اصلاحي درسونو لړۍ پای ته ورسېده

د کابل پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت له لوري د دیني ـ اصلاحي درسونو لس ورځنۍ لړۍ پای ته ورسېده.

په دې درسي لړۍ کې معتبرو شیوخو کرامو پر بېلابېلو دیني او اصلاحي موضوعاتو خبرې وکړې او له. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: