د پېښو مدېريت ډیپارټمنټ

پېژندنه:

په ۱۹۷۱ کال د کې پېښو ته د چمتووالي ډيپارتمېنت د پېښو مدېريت د ملي ادارې د دخيلولو لپاره جوړ شو. د پېښو مدېريت ملي اداره داسې اورګان دی چې په دې برخه کې يې له نړيوالې ټولنې ډېرې مرستې ترلاسه کړې دي.

۱. ليدلوری

پايدارې پراختيا ته د بيړني وضعيت او مسلکي پوهې د لېږد لپاره د پېښو مدېريت کې د محصلانو ښوونه او روزنه.

۲. ماموریت

د نړيوال منل شوي نصاب مطابق له نوې ټېکنالوژۍ او مجهز لابراتواره په استفادې محصلانو ته د نوي، ګټور او تخصصي علم ښودل.

۳. بنسټي موخې

د پېښو مدېريت ډيپارتمېنت پر شاګرد او کار ولاړ تدريسي اکاډميک پروګرام دی، چې د عملي او تيوريکي کار انډول پکې ساتلی دی.

د دې پروګرام په بشپړولو سره محصلان لاندينۍ وړتياوې مومي:

د پېښو مدېريت او چاپېريالي علومو کې مسلکي، علمي او تيوريکه پوهه لرل.

محصلان ګروپي او راتلونکې سنجوونکي مهارتونه زده کوي چې د پېښو مدېریت کې سيمه‌ييزو او نړيوالو ستونزو ته چاره موندلای شي.

محصلان د پېښو مدېريت کې کمپيوټري پوهه او د جغرافيايي معلوماتو مهارتونه تطبيقولای شي.

د پېښو مخنيوي، کمولو او بيړنيو او عادي حالتونو کې د پېښو د ليکنې، بيانولو، څېړنې، پلان‌جوړونې او مدېريت د مهارتونو زده کول.

په سيمه‌ييزه او نړيواله کچه د پېښو په مخ کې د پياوړيو ټولنو په جوړولو کې د ټولنې د فعال غړي او خپلواک زده‌کوونکي او مشر په توګه په مسؤوليت کار کول.

د زده‌کړو نصاب (تخصصي مضمونونه)

picc

گالری رسانه

د کابل پوهنتون د رغنيزو چارو په جریان کي نن د لوړو زده‌کړو وزارت او کابل پوهنتون ترمنځ د نښلونکي سړک د پراخوالي چاري پیل شوې.

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم