د پوهنځی د دکتورا برنامې معرفي
د دري ژبې او ادبیاتو ډيپارټمنټ د دکتورا پروګرام په ۱۳۹۲ کال کې د دې ډيپارټمنټ په اډانه کې پیل شو. د دې پروګرام لومړني فارغان د همدې ډيپارټمنټ نهه مشران استادان وو، چې د دکتورا پروګرام د جامع ازموینې په ورکولو او له خپلو څېړنیزو رسالو څخه په دفاع کولو سره فارغ شول. د دې پروګرام د دویم ځل جذب لپاره په ۱۳۹۷کال کې آزموینه واخیستل شوه، چې په پایله کې یې لس کسان د دکتورا لپاره ومنل شول.