د پوهنځي دائمي کمېټې

د ځمکپوهنې پوهنځی د اکاډمیک مدیریت د ښه‌والي، د تدریس د کیفیت د لوړولو او د څېړنیزو او اداري چارو د اغېزمن تنظیم لپاره لاندې تخصصي کمېټې لري:

  1. د څېړنې کمېټه:

د پوهنځي د استادانو د څېړنیزو فعالیتونو د تنظیم او هڅونې مسؤلیت لري.

  1. د ستراتیژیک پلان کمېټه:

د پوهنځي د ستراتیژیک پلان د تدوین، څارنې او پلی کېدو د ارزونې مسؤلیت لري.

  1. د کیفیت تضمین کمېټه:

د تدریسي فعالیتونو ارزونه او د کیفیت د تضمین د معیارونو پلی کېدنه څاري.

  1. د نصاب کمېټه:

د پوهنځي د تحصیلي نصاب بیاکتنه، اصلاح او معیاري کونې مسؤولیت پر غاړه لري.

  1. د نظم او ډسپلین کمېټه:

د انضباطي چارو تنظیم او د محصلانو د درسي او سلوکي نظم څارنه کوي.

  1. د امتحاناتو کمېټه:

د سمستر منځني او نهایي ازموینو تنظیم، څارنه او مدیریت ترسره کوي.

  1. د برېښنايي زده‌کړې کمېټه:

د ډیجېټلي تعلیمي کړنو او پرلیکه سیستمونو پراختیا او مدیریت کوي.

  1. فرهنګی (کلتوری) کمېټه:

فرهنګی او علمي پروګرامونه تنظیموي او اسلامي او ملي ارزښتونه پیاوړي کوي.

 

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: