د پوهنتون کارمندانو ته د کمپیوټر ښوونیز پروګرام دائر شو
دغه زده کړه ییزه برنامه د پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژي آمریت لخوا د بشري سرچینو له آمریت سره په همغږۍ د پوهنتون د کارمندانو په ځانګړې ډول د تدریسي او اجرایوي مدیرانو د مسلکي پوهې د لوړولو په موخه پیل شوه.
د دغه پروګرام په افتتاح کې د پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي مولوي معلم احمد حقاني وویل، چې دغه برنامه د معلوماتي ټکنالوژي آمریت د کارکوونکو د دقیقې ارزونې وروسته پیل کړې او یاده برنامه یې ګټوره وبلله او له ټولو ګډونوالو څخه یې وغوښتل ترڅو له یادې برنامې څخه د خپلې وړتیا په لوړولو کې اعظمي ګټه پورته کړي.
همدارنګه د پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژي آمر ښاغلی صبغت الله رحمتزي ددغه پروګرام موخه د کمپیوټر په برخه کې د اداري کارکوونکو د مسلکي وړتیا لوړول یاد کړ او زیاته یې کړه چې د پوهنتون کارکوونکي باید فعاله وي او دغه پروګرام د کمپیوټر له اساساتو څخه شروع او تر وروستۍ کچې پورې به دوام ولري.
پدې غونډه کې د پوهنتون د خپرونو آمریت آمر ښاغلي رحیم الله ندیم وویل چې د پوهنتون رهبري د کارکوونکو د کاري خدمتونو له وړاندې کولو څخه راضي ده او یاد پروګرام د کارکوونکو د مسلکي مهارتونو د پیاوړتیا په خاطر تر سره کېږي.
پدې پروګرام کې څه باندې ۴۰ تنه نارینه او ۲۰ تنه ښځینه کارکوونکی چې د خپلو مربوطه څانګو لخوا معرفي شویدي روزل کېږي.