د پوهنتون کارمندانو ته د کمپیوټر ښوونیز پروګرام دائر شو

tariq_admin
Tue, Oct 11 2022 1:37 PM
11

دغه زده کړه ییزه برنامه د پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژي آمریت لخوا د بشري سرچینو له آمریت سره په همغږۍ د پوهنتون د کارمندانو په ځانګړې ډول د تدریسي او اجرایوي مدیرانو د مسلکي پوهې د لوړولو په موخه پیل شوه.

د دغه پروګرام په افتتاح کې د پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي مولوي معلم احمد حقاني وویل، چې دغه برنامه د معلوماتي ټکنالوژي آمریت د کارکوونکو د دقیقې ارزونې وروسته پیل کړې او یاده برنامه یې ګټوره وبلله او له ټولو ګډونوالو څخه یې وغوښتل ترڅو له یادې برنامې څخه د خپلې وړتیا په لوړولو کې اعظمي ګټه پورته کړي.

همدارنګه د پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژي آمر ښاغلی صبغت الله رحمتزي ددغه پروګرام موخه د کمپیوټر په برخه کې د اداري کارکوونکو د مسلکي وړتیا لوړول یاد کړ او زیاته یې کړه چې د پوهنتون کارکوونکي باید فعاله وي او دغه پروګرام د کمپیوټر له اساساتو څخه شروع او تر وروستۍ کچې پورې به دوام ولري.

پدې غونډه کې د پوهنتون د خپرونو آمریت آمر ښاغلي رحیم الله ندیم وویل چې د پوهنتون رهبري د کارکوونکو د کاري خدمتونو له وړاندې کولو څخه راضي ده او یاد پروګرام د کارکوونکو د مسلکي مهارتونو د پیاوړتیا په خاطر تر سره کېږي.

پدې پروګرام کې څه باندې ۴۰ تنه نارینه او ۲۰ تنه ښځینه کارکوونکی چې د خپلو مربوطه څانګو لخوا معرفي شویدي روزل کېږي.

گالری رسانه

2096 students of Kabul University graduated with bachelor's degree

Advancements of KU after the victory!

Da Afghanistan Information Center video report at Kabul University:

Faculty of Engineering, Kabul University

From 22 faculties of Kabul University, 2,308 students graduated with a bachelor's degree. Watch more details in the video report below.

A video report of the activities and achievements of the Faculty of Chemistry of Kabul University can be seen here.

The Fine Arts Faculty of Kabul University: For more details, follow the video report below.

A brief report of the activities carried out at Kabul University in the month of Asad.

A special conversation with the head of the Faculty of Pharmacy, Dr. Agha Mohammad Zhakfar, regarding the achievements and the general situation of the aforementioned faculty:

In Kabul University, the final exams of the students of different faculties of the spring semester continue with full transparency.

A special interview with Professor Safiullah Jawhar, the head of the Faculty of Agriculture, Kabul University

The three-day workshop for the students of the Department of Theater of the Faculty of Fine Arts was concluded by the guest professor (Dr. Edmund Chow) from Singapore.