د ټولنیزو او بشري علومو نړیوال ژورنال لومړۍ ګڼه پرلیکه شوه
د علمي څېړنو د لا پیاوړتیا د هڅو په لړ کې، د کابل پوهنتون د ټولنیزو او بشري علومو نړیوال ژورنال د لومړي کال لومړۍ ګڼه پر لیکه کړه. یاد ژورنال د هيواد په کچه لومړی تخصصي نړیوال ژورنال دی چې د ټولنيزو علومو لپاره ځانګړی شوی او په همدې برخه کې د څېړونکو مقالې خپروي.
ياد ژورنال په دې ګڼه کې ټولنیزو علومو په برخه کې پنځه مقالې خپرې کړې، او د دویمې ګڼې لپاره علمي څېړنیزې مقالې مني.
د لا نورو معلوماتو لپاره د ژورنال وېبپاڼه دلته وګورئ: