د هنرونو پوهنځي نوی رئیس معرفي شو
د کابل پوهنتون د هنرونو پوهنځي د پخواني رئيس تر تقاعد وروسته، ښاغلی استاد وثیق الله شریفي د یاد پوهنځي د نوي رئيس په توګه استادانو، کارمندانو او محصلینو ته ور وپېژندل شو.
د نوموړي د معرفي کېدو په مراسمو کې د کابل پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال حافظ عبیدالله عبیده، هيله څرګنده کړه چې د نوي رئیس په ټاکل کېدو سره به د هنرونو پوهنځی په بېلابېلو برخو کې لا ډېر پرمختګ وکړي، او له استادانو څخه يې وغوښتل ترڅو د پوهنځي په اداري او علمي چارو کې اسلامي ارزښتونو او افغاني کلتور ته په پام کې نوښتونه رامنځته کړي، دغه راز یې د خپلې همکارۍ ډاډ هم ورکړ.
د کابل پوهنتون د هنرونو پوهنځی شپږ ډیپارټمنټونه او يوه د ماسترۍ برنامه لري.