د میخانیک انجینرۍ دیپارټمنټ

لیدلوری:

په ملي او نړیواله کچه د میخانیک انجنیري په برخه کې مشري په زده‌کړه، څېړنه او نوښت کې.

ماموریت:

د معیاري زده‌کړې، څېړنې او علمي خدمتونو برابرول د ماهرو، نوښتګرو او ژمنو میخانیک انجنیرانو د روزنې لپاره چې د میخانیک انجنیري پروژې تطبیق او مدیریت کړي او د ټولنې اړتیاوو ته ځواب ویونکي وي.

تحصیلي اهداف:

  • د HVAC، د حرارت فزیک او د ودانیو داخلي نلدوانۍ مضامینو له زده‌کړې وروسته، فارغان کولای شي د استوګنیزو کورونو، صنعتي، مدني او تجارتي ودانیو د تودوخې او یخولو سیستمونه ډیزاین او تطبیق کړي. په دې ډیزاین کې Split Units، Duct System، د مرکز ګرمي سیستم او یا Floor Heating شامل دي. همدارنګه دوی د ودانیو، ګدامونو او فابریکو د هوا تهویې (Ventilation) په ډیزاین او تطبیق کې کافي مهارت ترلاسه کوي.
  • د میخانیک فزیک، ستاتیک، د موادو مقاومت، دینامیک، کینماتیک، د ماشینونو دینامیک، د ماشین عناصرو ډیزاین، او د تولید پروسې ۱ او ۲ له زده‌کړې وروسته، فارغان مهارت ترلاسه کوي تر څو د ماشین عناصرو نصب، مونتاژ او ډیزاین په فابریکو او صنعتي پارکونو کې ترسره کړي او په تولیدي پروسو کې برخه واخلي.
  • په دیپارتمنت کې دوه مضامین د منجمنت ۱ او منجمنت ۲ په نوم په جلا سمسترونو کې تدریس کېږي. فارغان د دې مضامینو له زده‌کړې وروسته د صنعتي پروژو، فابریکو او کارخانه‌جاتو په مدیریت او د انجنیري پلانونو په تطبیق کې خدمت کولای شي.
  • د نوي کېدونکې انرژۍ مضامین لکه د باد، اوبو او لمر انرژي، او د اوبو رسونې او اوبو لګولو (انتخابي مضمون) له زده‌کړې وروسته، هر فارغ کولای شي د اوبو لګولو سیستمونه او د استوګنیزو کورونو او نورو ځایونو د اوبو رسونې سیستمونه ډیزاین او تطبیق کړي.

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: