د مرکزي زون پوهنتونونو د اسلامي ثقافت مضمون له نوماندانو څخه تخصصي ازموینه واخیستل شوه

tariq_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۷/۵ - ۱۴:۵۳
pic

د روان کال د میزان میاشتې په ۶ نېټه د دوشنبې ورځ د مرکزي زون پوهنتونونو د اسلامي ثقافت مضمون له نوماندانو څخه د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي کې تخصصي ازموینه واخیستل شوه.

ددغه ازموینې د جریان څخه د لوړو زده کړو وزات علمي معین ښاغلي لطف الله خیر خواه او د کابل پوهنتون رئیس ښاغلي دکتور اسامه عزیز لیدنه او نظارت ترسره کړ.

پدغه ازموینه کې ۳۰ تنه نارینه او ۳۱ تنه ښځینه نوماندانو ګډون کړی وو د مسؤلینو په وینا هغه نوماندان چې په تخصصي ازموینه کې بریالي شي تقریري ازموینې ته لار پیداکوي.

د یادونې وړ ده چې له یادو نوماندانو څخه د عربي ژبې ازموینه یوه ورځ مخکې د کمپیوترساینس پوهنځي کې په کمپیوتري ډول اخیستل شوې وه.

د مرکزي زون پوهنتونونه د کابل، پولي تخنیک، طبی، ښوونې او روزنې، البیرونې، پروان، پنجشېر، میدان وردګ، بامیان او غزني له پوهنتونونو څخه عبارت دي.

د یادونې وړ ده چې په همدې ورځ د پکتیا او پکتیکا پوهنتونونو د اسلامي ثقافت مضمون د نوماندانو څخه هم د کابل پوهنتون په شرعیاتو پوهنځي کې تخصصي ازموینه واخیستل شوه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۹:۴۳
Background image

د کابل پوهنتون ملي مجلو نړیوال اعتبار ترلاسه کړ

د یوه ستر او ویاړلي علمي پرمختګ په ترڅ کې، د کابل پوهنتون دوو علمي-خپرنیزو مجلو «د ټولنیزو علومو علمي-خپرنیزه مجله» او «د طبیعي علومو علمي-خپرنیزه مجله» چې تر دې دمه د ملي معتبرو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۹:۴۵
Background image

د بایوستاتستیک او SPSS روزنیز ورکشاپ پیل شو

د کابل پوهنتون فارمسي پوهنځي له لوري د یاد پوهنځي د ځوانو استادانو لپاره د احصایوي سافټویر بایوستاتستیک او SPSS شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو، موخه یې د هغوی د څېړنیزو مهارتونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۹:۱۹
Background image

سلګونه محصلین له ظرفیت لوړونې کورسونو فارغ شول

په کابل پوهنتون کې له ژمنیو رخصتیو څخه په استفادې د ظرفیت لوړونې له لنډمهاله کورسونو څخه ګڼ محصلین فارغ شول.

دا کورسونه کمپیوټر، ویناوالۍ، خطاطۍ، مصنوعي ځیرکتیا، ګرافیک ډیزاین، علمي. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: