د محصلینو له لوري څېړنیزې پروژې وړاندې شوې

tariq_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۹ - ۱۱:۱۲
5488

 په کابل پوهنتون کې د فزیک پوهنځي محصلینو له لوري د عملي کارونو پر دوام څېړنیزې پروژې وړاندې شوې، چې په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د کابل پوهنتون رئیس دوکتور اسامه عزیز، د بېلابېلو پوهنځیو رئیسانو، استادانو او محصلینو برخه اخیستې وه.

د فزیک پوهنځي رئیس پوهنمل نورمحمد عزیزي د محصلینو لپاره څېړنیزې پروژې مهمې وبللې او ټینګار یې وکړ، چې د درسي بهیر ترڅنګ به محصلینو ته دا ډول د عملي کارونو زمینه برابروي ترڅو پر وینا یې محصلین وکړی شي له درسي بهیر څخه سمه اخیستنه وکړي.

د کابل پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال استاد صلاح الدین ایوبي په خپلو خبرو کې، د محصلینو لپاره عملي کارونه اړین یاد کړل او زیاته یې کړه، چې د عصر له غوښتنو سره سم باید محصلین په مهمو موضوعاتو کې څېړنې وکړي او د ټولنې په پرمختګ او ځانبسیاینه کې خپل رول ولوبوي.

په پای کې د کابل پوهنتون رئیس دوکتور اسامه عزیز وینا وکړه، نوموړي د خپلې وینا پر مهال د محصلینو له لوري وړاندې شوي څېړنیز موضوعات مهم وبلل او محصلین یې وهڅول چې په ورته نورو برخو کې هم خپل خلاقیت پیاوړی کړي او د نظري درسونو ترڅنګ عملي کارونو ته هم پام وکړي. دغه راز یې محصلینو ته په خطاب کې وویل، چې پر خپلو وړتیاوو بشپړ باور ولري، له ظرفیتونو څخه سمه ګټه پورته کړي او دوی ته یی له خپل اړخ څخه د بشپړۍ همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۸:۲۷
Background image

د پوهنتون رهبرۍد ممتازه محصلانو سره ګډه ناسته ترسره کړه

د محصلانو د تحصيلي، اداري او خدماتي چارو د لا سمون او د دوی د هڅونې په موخه، د کابل پوهنتون ښاغلي رئيس او ښاغلو مرستيالانو د دې پوهنتون د ټولو پوهنځیو له قدرمنو ممتازو محصلینو، د لیلیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۹:۲
Background image

د ديني_ اصلاحي درسونو لړۍ پیل شوه

د درسونو دا لړۍ چې په سمستر کې دوه ځل ترسره کېږي، د کابل پوهنتون د دعوت او ارشاد آمريت لخوا پيل شوه، لس ورځې به دوام وکړي چې د معتبرو شیوخو کرامو له لوري به پر بیلابیلو موضوعاتو خبرې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۱:۳۹
Background image

د متقاعد استادانو ستاینغونډه ترسره شوه

د کابل پوهنتون زراعت پوهنځي د خپلو متقاعدو استادانو د ارزښتناکو خدمتونو او کړنو په پار ستاینغونډه ترسره کړه.

په دې غونډه کې د متقاعدو استادانو پر علمي فعالیتونو او لاسته راوړنو رڼا. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: