د مالیاتي قوانینو د پوهاي سمینار د ترسره کېدو په لړ کې دا ځل د اداره او عامه پالیسي پوهنځي محصلینو ته د مالیاتو قوانینو په اړه د پوهاوي سمینار جوړ شو
په دې سمینار کې د مالیاتي قوانینو، طرز العملونه، لارښونو، لایحو او سیستمونو په اړه د مالیې وزارت کارکوونکو لخوا محصلینو ته هر اړخیز معلومات وړاندې شول، د مالیې وزارت عوایدو ریاست مسؤلینو د نوموړي سمینار موخه د محصلینو د علمي کچې لوړول، عوایدو ریاست له جوړښت سره بلدیتا او همدارنګه دهېواد د مالیاتي قوانینو په اړه پوهاوی یاد کړ.
نوموړی سیمنار د کابل پوهنتون محصلانو د چارو آنسجام آمریت په همغږۍ ترسره شو. د اداره او عامه پالیسي پوهنځي مسؤلینو د نوموړی سمینار اغیزمن وباله او دمحصلان انسجام آمریت له هڅو څخه چې د یاد سمینار او دې ته ورته نور ورکشاپونو، کورسونو له جوړولو څخه چې د محصلینو د عملي کارونو په قوي کېدو ترسروي، مننه او قدردانی وکړ.
په دغه سيمينار کې ګډونوالو محصلينو نوموړی اغېزمن وباله او د دا ډول پروګرامونو د دوام غوښتونه یې وکړه. دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د اقتصاد، حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو د محصلینو لپاره دغه سیمینار جوړ شوی دی.