د لیسانس پورته برنامو د دوره يي کتنې له پرمختګونو څخه د راپور ورکونې او څارنې ناسته، چې د کیفیت تضمین امریت له لوري تطبیق شوې ده تر بحث لاندې ونیول شوه

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۹ - ۸:۵۹
ku

د کابل پوهنتون معیارو ته په کتو د دې پوهنتون په پنځو پوهنځیو کې د ماسټري او دکتورا برنامې، چې د داخلي ژبو او ادبیاتو پوهنځي، د بهرنیو ژبو او ادبیاتو پوهنځي، شرعیاتو پوهنځي، د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي او د ښکلو هنرونو پوهنځي پکې شامل دي، دوره یي کتنه وکړه او نن د روان ۱۴۰۰ کال د غوايي په ۲۷ نېټه د کیفیت تضمین امر له لوري د راپور جزیات اړوندو پوهنځیو رییسانو او امرینو او د پنل کمېټې غړو سره د علمي شورا په تالار کې شریک کړل.

پدې ناسته کې د کابل پوهنتون رییس ښاغلي پوهاند دکتور محمد عثمان بابري، د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهاند محمد شفیع شریفي او د محصلینو چارو مرستیال ښاغلي پوهندوی فیصل امین هم شتون درلود.

د ناستې په پیل کې د کابل پوهنتون ښاغلي رییس د ناستې غړو ته د ښه راغلاست ترڅنګ یې د ارزونې کمېټې له غړو څخه وغوښتل  ترڅو د دې پوهنتون د ماسټري او دکتورا برنامو د ارزونو موندنو راپور وړاندې کړي.

وروسته د کیفیت تضمین امرې او د کابل پوهنتون د بهرنیو ژبو او ادبیاتو پوهنځي استادې اغلې پوهنمل لیلا نادر، د دې کمېټې مشري په توګه ګمارل شوې وه، د پنل (مرکزي) کمېټې غړو له لوري ټول راپورونه جګ لست ته په کتو په هر اړخیزه توګه، چې له مخکې اماده شوي وو، د دوره يي کتنې میکانیزم ته په کتو د غوره والي او پیاوړتیا په موخه یې، چې کوم وخت نیولای، هدفمندي، موندنې، ستونزې او حل لارې یې په هر اړخیز ډول وړاندې کړې.

په پای کې د کابل پوهنتون رییس د کیفیت تضمین آمریت او ګمارل شوې کمېټې څخه د مننې ترڅنګ یې ستاینه وکړه او زیاته یې کړه، چې تر لسانس پورته برنامه متنوع، هدفمنده او با کیفیته وي، چې د کار مارکېټ او ارزښتونو ته په کتو جوړیږي او دوام مومي؛ د پوهنتون د رهبري ملاتړ ترلاسه کوي او پوهنځي، څانګې او کمېټه ګمارل شوې ده، چې د برنامو په غنامت او نیمګړتیاوو په له منځه وړلو کې اقدام وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۰ - ۱۵:۱۹
Background image

"شيدې له تولیده تر مصرفه" کنفرانس دائر شو

د کابل پوهنتون د وترنري علومو پوهنځي له لوري د شیدو له تولیده تر مصرفه، کیفیت لوړول، خوندیتوب او ټکنالوژۍ اړوند علمي کنفرانس دائر شو.

په دې کنفرانس کې د شېدو پر غذايي اهمیت، د تولید پر. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۵:۴
Background image

محصلینو ته اصلاحي سمینار پيل شو

د کابل پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لورې د ژمنۍ رخصتۍ څخه په استفادې د دې پوهنتون او د مرکزي او شمالي زون د امارتي او خصوصي پوهنتونونو يو شمير محصلینو ته اصلاحي سيمينار پيل شو.

په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۲:۴۷
Background image

د نورستان پوهنتون استادانو ته د ظرفيت لوړونې ورکشاپ پيل شو

د کابل پوهنتون د مسلکي ظرفيت لوړونې آمریت له لوري د نورستان پوهنتون څلوېښت تنو استادانو ته د مسلکي ظرفیت لوړونې په موخه درې ورځنی ورکشاپ پیل شو.

په یاد ورکشاپ کې به د څېړنې بنسټیز اصول. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: