د ناسمو راپورنو په اړه دکابل پوهنتون اعلامیه
په دې وروستیو کې د ځینو مغرضو رسنیو لخوا د کابل پوهنتون د یو شمېر استادانو د منفکۍ په اړه ناسم او بې اساسه خبرونه خپريږي، کابل پوهنتون دا افواهات په کلکه ردوي او د دا ډول مغرضو خبرونو خپرول د خلکو، بالخصوص د درانه علمي کهول، د اذهانو د مغشوشولو او د تشويش رامنځته کولو يوه ناکامه هڅه بولي. کابل پوهنتون ټولو درنو هېوادوالو ته ډاډ ورکوي چې علمي، څېړنيزې او اداري چارې په عادي او منظم ډول روانې دي او د پوهنتون په چارو کې هېڅ ډول د اندېښنې وړ وضعیت نشته.
د نشراتو او عامه اړيکو آمريت
