د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال د کابل پوهنتون له مرکزي کتابتون څخه لیدنه وکړه

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۴۰۱/۲/۳ - ۱۵:۱۱
visit

د لوړو زده کړو علمي مرستیال ښاغلي لطف الله خیرخواه په داسې حال کې، چې د کابل پوهنتون ښاغلي رییس دکتور اسامه عزیز یې ملتیا کوله د کابل پوهنتون مرکزي کتابتون څخه لیدنه وکړه او د دې کتابتون له مسوولینو سره یې د کتابونو د غوره ساتنې، د کتابتون د غني کولو او له کتابتون څخه د محصلینو لپاره د زیاتو سهولتونو برابرولو باندې خبرې وکړې او پدې برخه کې یې د مسوولینو د پاملرنې غوښتونکی شو او همدارنګه یې د کابل پوهنتون د مرکزي کتابتون د غني کېدو لپاره یې اماده ګي وښوده.

د کابل پوهنتون مرکزي کتابتون د هیواد په کچه یو د لویو کتابتونونو له ‌‌‌‌‌‌ډلې څخه ده، چې په هغه کې د مختلفو رشتو زرګونه ټوکه کتابونه په مختلفو څانګو لکه انلاین، ریفرینس، توزیع او همدارنګه په زرګونه عنوانه تېزسونه، مونوګرافونه، علمي او معلوماتي مجلې او اخبارونه شتونه لري، چې هره ورځ په یلګونه محصلین، استادان او څېړونکي ورڅخه د خپلو علمي او څېړنیزو کارونو کې ورڅخه ګټه پورته کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۱۴:۴۷
Background image

د محصلينو ظرفیت لوړونې برنامې پیل شوې

د کابل پوهنتون د محصلینو د ظرفیت لوړولو په موخه بېلابېلې وړیا روزنیزې برنامې پیل شوې.

په دغو برنامو کې د کمپیوټرساینس بنسټیز مهارتونه، ګرافیک ډیزاین، نیټورک، GIS, SPSS, ریموټ سنسنګ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۸ - ۱۱:۱۱
Background image

اداري کارکوونکو ته ديني-علمي سیمنار دائر شو

د کابل پوهنتون ټولو اداري کارکوونکو ته يو ورځنی ديني-علمي سيمينار ترسره شو. په دې سیمینار کې د وظيفې اړوند ديني او اداري مسؤوليتونو موضوع باندې بېلابېلو ويناوالو مفصلې ويناوې وکړې.

په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۶ - ۹:۴۸
Background image

د وترنرۍ علومو ډاکټرانو د کلینکي او علمي مهارتونو د لوړاوي علمي کنفرانس ترسره شو

د کابل پوهنتون د وترنرۍ علومو پوهنځي له لوري د کابل او څو ولایتونو د وترنرۍ علومو ډاکټرانو لپاره د «کلینکي او علمي مهارتونو لوړول» تر عنوان لاندې یو ورځنی علمي کنفرانس ترسره شو، چې په. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: