د لوړو زده کړو بنسټونو مسؤلینو لپاره دوه ورځنی علمي او فکري ورکشاپ پای ته ورسېد

tariq_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۸ - ۱۷:۵
2323

یاد ورکشاپ د لوړو زده کړو وزارت عامه اړیکو، اطلاعاتو او خپرونو ریاست لخوا په لاره اچول شوی وو؛ موخه یې په مرکز او ولایتونو کې د لوړو زده کړو وزارت بنسټونو خپرونو مسؤلینو همغږي او د هغوی علمي کچې لوړېدل بلل شوي دي.

په دې دوه ورځني ورکشاپ کې د کابل پوهنتون ژورنالېزم پوهنځي څلور تنه استادانو او همدارنګه د رسنیو برخې کارپوهانو ګډونوالو ته د خپرونو او رسنیزو چارو په برخه کې علمي او اغېزمن معلومات وړاندې کړل.

د نوموړي ورکشاپ په پای کې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر شیخ ندا محمد ندیم  د نظام په اړه د دوښمن تبلیغاتي او رسنیزو جګړې په اړه خبرې وکړې او له ټولو رسنیزو مسؤلینو یې غوښتنه وکړه؛ چې په دې برخه کې بیدار او هوښیار اوسي؛ نوموړي ددې سره سره د هېواد تحصیلي بنسټ خپرونو برخو کې د ستونزو حل او مرستې ژمنه وکړه او هیله یې څرګنده کړه؛ چې ګډونوال له دې ورکشاپ څخه غوره ګټه ترلاسه کړي.

د یاد ورکشاپ په پای کې د هېواد نوم وتی عالم ښاغلي شیخ عبدالحمید حماسي چې د ورکشاپ په ورستۍ ورځ کې یې برخه اخیستې وه؛ د خپرونو برخو له مسؤلینو څخه وغښتل؛ چې د ځوانانو فکري روزنې په اړه خبرې وکړې او له هغوی یې وغوښتل؛ چې د هېواد د جوړونې او پرمختګ په موخه لوړ همت ولري.

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین ښاغلي لطف الله خیرخواه د خپرونو له مسؤلینو وغوښتل؛ چې ملت ته د هېواد تحصیلات بنسټ د جوړېدو او ښېرازۍ چارې په همغږۍ، پوره ریښتینولۍ او یوه غږ تر خلکو ورسوي؛ ترڅو هېوادوال له هغوی خبر شي؛ د یاد ورکشاپ په پای کې ګډونوالو ته تصدیق پاڼې هم ووېشل شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۹:۴۳
Background image

د کابل پوهنتون ملي مجلو نړیوال اعتبار ترلاسه کړ

د یوه ستر او ویاړلي علمي پرمختګ په ترڅ کې، د کابل پوهنتون دوو علمي-خپرنیزو مجلو «د ټولنیزو علومو علمي-خپرنیزه مجله» او «د طبیعي علومو علمي-خپرنیزه مجله» چې تر دې دمه د ملي معتبرو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۹:۴۵
Background image

د بایوستاتستیک او SPSS روزنیز ورکشاپ پیل شو

د کابل پوهنتون فارمسي پوهنځي له لوري د یاد پوهنځي د ځوانو استادانو لپاره د احصایوي سافټویر بایوستاتستیک او SPSS شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو، موخه یې د هغوی د څېړنیزو مهارتونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۹:۱۹
Background image

سلګونه محصلین له ظرفیت لوړونې کورسونو فارغ شول

په کابل پوهنتون کې له ژمنیو رخصتیو څخه په استفادې د ظرفیت لوړونې له لنډمهاله کورسونو څخه ګڼ محصلین فارغ شول.

دا کورسونه کمپیوټر، ویناوالۍ، خطاطۍ، مصنوعي ځیرکتیا، ګرافیک ډیزاین، علمي. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: