د لسو پوهنتوني کتابونو مخکتنې غونډه ترسره شوه

tariq_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۲ - ۱۰:۳۱
56556

دا کتابونه د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي او د افغانستان پېژندنې د ماسترۍ او دکتورا محصلينو د ګډ کار او همدارنګه د پښتو ډيپارټمنټ استاد پوهاند اسماعيل يون په زیار چمتو شوي دي، چې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي په کوربتوب يې د مخکتنې غونډه ترسره شوه. په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د کابل پوهنتون رهبري، د لوړو زده کړو وزارت او علومو اکاډمۍ استازو، استادانو، محصلینو او فرهنګپالو برخه اخیستې وه.

د کابل پوهنتون رئیس دکتور اسامه عزیز د خپلې وینا پر مهال د پښتو ژبې او ادبیاتو ډيپارټمنټ د محصلينو او همدارنګه د پوهاند یون دا نوښت ګټور یاد کړ او زیاته یې کړه، چې د ماسترۍ او دکتورا مرحله د څېړنې او تحقیق مرحله ده، په کار دي چې د هيواد پوهنتونونو کې دغې اړخ ته لا زيات پام وشي او د وخت اړتيا ته په پام سره د څېړنې موضوعات انتخاب شي.

د لوړو زده کړو وزارت علمي معين دوکتور لطف الله خیرخوا په خپلو خبرو کې د دې ابتکار ستاينه وکړه او ويې ويل، په کار دي د محصلينو ظرفیتونو څخه سمه ګټه واخیستل شي او د دوی استعدادونه په علمي لحاظ ښه مديريت شي.

د هيواد نوموتي ليکوال استاد محمد آصف صمیم د خپلې وینا په ترڅ کې د پښتو ادب پر اوسني وضعیت د خبرو ترڅنګ له ځوان نسل څخه وغوښتل چې خپل اساسي مسوولیتونه وپېژني همدارنګه يې اړينه يې وګڼله چې د کتابونو د ليکلو ترڅنګ دې د کتاب د کره کتنې برخه کې هم د محصلينو روزنې ته ځانګړی پام وشي.

په پای کې د کابل پوهنتون د پښتو ادبیاتو استاد پوهاند محمداسمعیل یون له ټولو ویناوالو څخه د مننې ترڅنګ د خپلو لیکل شویو کتابونو د محتویاتو په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل، او ويې ویل، چې استاد او محصل باید په درسي بهیر کې ګډ کار وکړي ترڅو د څېړنې او لیکوالۍ برخه پیاوړې شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۰:۸
Background image

د "قرآن عظیم الشان اعجاز" تر سرلیک لاندې علمي سيمينار دائر شو

د شرعیاتو پوهنځي لخوا د "قرآن عظیم الشان اعجاز" تر عنوان لاندې علمي سيمينار ترسره شو، چې په کې د لوړو زده کړو وزارت مسؤولينو، د کابل پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو رئیسانو، استادانو او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۹:۴۳
Background image

د کابل پوهنتون ملي مجلو نړیوال اعتبار ترلاسه کړ

د یوه ستر او ویاړلي علمي پرمختګ په ترڅ کې، د کابل پوهنتون دوو علمي-خپرنیزو مجلو «د ټولنیزو علومو علمي-خپرنیزه مجله» او «د طبیعي علومو علمي-خپرنیزه مجله» چې تر دې دمه د ملي معتبرو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۹:۴۵
Background image

د بایوستاتستیک او SPSS روزنیز ورکشاپ پیل شو

د کابل پوهنتون فارمسي پوهنځي له لوري د یاد پوهنځي د ځوانو استادانو لپاره د احصایوي سافټویر بایوستاتستیک او SPSS شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو، موخه یې د هغوی د څېړنیزو مهارتونو. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: