د علمي څېړنو او علمي مجلو آمريت

دا مرکز پر ۱۳۴۲ هـ لمریز د يوه علمي او اکادمیک ارګان په توګه جوړ شو، دا ډول مرکزونه علمي او اکاډمیکو مرکزونو په تېره پوهنتونونو ته خورا اهمیت لري. همدې اهمیت ته په پام؛ پکار ده چې علمي څېړنې د ټولنې د اړتیا او هوساینې په پامنیوي او د علمي و څېزنیزو بنستټونو د ضرورتونو له مخې د کره او معیارونو سټنډرډونو له مخې ترسره شي. د پوهنتونو د علمي کاردونو له مهمو دندو ځخه یوه هم علمی- څېړنیزو چارو ترسره کونه ده، چې په همدې لړ کې په کابل پوهنتون کې د علم پرمختيا ته پاملرنه کېږي، په ملي کچ د ټيکنالوجۍ د دودونې هڅې کېږي او د کادرونو د سويې د لوړولو او د څېړنې د عامولو او د ښه کولو په موخه د تدريس بهر ځيرل کېږي.  

د کابل پوهنتون د علمي څيړنو مرکز د پورتنیو موخو په ترلاسي او په طبيعي او ټولنيزو څانګو کې د علمي څېړنو د چارو د انسجام، تنظیم او لارښوونې لپاره په ښه ډول خپلې چارې ترسره کوي. علمي څېړنیزې مقالې چې د علمي کادر د غړیو له خوا لیکل کېږي، د ټولنیزو علومو او طبیعي علومو په نامه دوو جلا جلا مجلو کې خپرېږي. دا امریت په بېلابېلو پوهنځيو کې له خپرېدونکیو مجله لکه د ا رتباطاتو او ژورنالېزم پوهنځي له «ژورنالېزم» او فارمسۍ پوهنځي له «درمل» مجلې سره هم همکاري لري.

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم