د علمي شورا ناسته ترسره شوه
یاده ناسته چې د کابل پوهنتون رئیس دوکتور اسامه عزیز په مشرۍ ترسره شوه، په پیلزه وینا کې يې د یاد پوهنتون رئیس وویل، چې ټول باید خپلو مسوولیتونو ته متوجې اوسو او چارې دې په وخت سره ترسره شي، همدارنګه یې د نویو محصلانو په فکري او مسلکي روزنې ټینګار وکړ.
دغه راز د تېرې علمي شورا د موضوعاتو تعقیب سربېره د کابل پوهنتون او ولایاتو د یو شمېر استادانو د ګومارنې او ترفیعاتو، د دعوت او ارشاد برنامو، د محصلانو چارو، د فوق لیسانس برنامو او نورو متفرقه موضوعاتو اړوند بحث وشو او په اړه يې لازمې پرېکړې وشوې.