د علمي شورا غونډه ترسره شوه
نن دوشنبه، د ۱۴۰۳ لمریز کال د اسد ۳۰مه، د کابل پوهنتون د رئیس دوکتور اسامه عزیز په مشرۍ د علمي شورا غونډه ترسره شوه.
په یاده علمي شورا کې د کابل پوهنتون او ولایاتو د یو شمېر استادانو د ګومارنې او ترفیعاتو، د دعوت او ارشاد برنامو د لا ښه تنظیم، د نویو ایجاد شوو فوق لیسانس برنامو د پیل، د پوهنتون ماسټر پلان په تړاو د ترسره شوې غونډې راپور، د پوهنتون د رسمي جریدې د ایجاد او ورته نورو موضوعاتو اړوند بحث او د شورا غړو له لورې پرېکړې وشوې.