د شرعیاتو پوهنځي نوی رئیس معرفي شو

tariq_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۷ - ۱۴:۱۶
3333

د لوړو زده کړو وزارت د وړاندیز او ا.ا.ا د وزراء ریاست مقام د منظورۍ په اساس ښاغلی شیخ مولوي عبدالمعید ابوالجراد د کابل پوهنتون شرعیاتو پوهنځي نوي رئیس په توګه ور وپیژندل شو.

د شرعیاتو پوهنځي نوي رئیس په پیژندغونډه کې د کابل پوهنتون رئیس ښاعلي دکتور اسامه عزیز، د لوړو زده کړو وزارت پلاوي او د شرعیاتو پوهنځي استادانو ګډون درلود.

د کابل پوهنتون رئیس د شرعیاتو پوهنځي له مخکیني رئیس ښاغلي پوهندوی شیر مقصود حیدري له کړنو څخه قدردانی وکړ او د پوهنځي نوي رئیس ښاغلي شیخ مولوي عبدالمعید ابوالجراد ته یې د غوره خدمتونو د توفیق هیله څرګنده کړه.

په نوموړې غونډه کې د شرعیاتو پوهنځي نوي رئیس وویل: د پوهنځي مخکیني رئیس او استادانو سره به پوره مرسته کوي او د شرعیاتو پوهنځي د وضعیت لا ښه والي لپاره به د اسلامي قوانینو او اصولو په رڼا کې هڅې وکړي.

د شرعیاتو پوهنځي مخکیني رئیس پوهندوی شیر مقصود حیدري ښاغلي شیخ مولوي عبدالمعید ابوالجراد ته د ریاست مبارکۍ  تر څنګ زیاته کړه، چې دده سره به دپوهنځي د چارو په لاښه والي کې مرسته کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۸:۳۴
Background image

د نشراتي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې ورکشاپ پیل شو

د نشراتي چارو کارکوونکو د مسلکي ظرفیتونو لوړولو، د رسنیزو فعالیتونو معیاري کولو او د علمي او اکاډمیکو فعالیتونو اغېزناک انعکاس په موخه د کابل پوهنتون د نشراتو او عامه اړیکو امریت له. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۸:۳۵
Background image

د فوق لیسانس برنامو د پالیسۍ سند د تشرېح ناسته ترسره شوه

د کابل پوهنتون د فوق لیسانس برنامو د انسجام امریت له لوري د دغه پوهنتون د پوهنځیو رئیسانو، د فوق لیسانس برنامو واجد شرایطو استادانو، د امارتي پوهنتونونو استادانو، د پولیسو اکاډمۍ د فوق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۸:۲۷
Background image

د پوهنتون رهبرۍد ممتازه محصلانو سره ګډه ناسته ترسره کړه

د محصلانو د تحصيلي، اداري او خدماتي چارو د لا سمون او د دوی د هڅونې په موخه، د کابل پوهنتون ښاغلي رئيس او ښاغلو مرستيالانو د دې پوهنتون د ټولو پوهنځیو له قدرمنو ممتازو محصلینو، د لیلیو. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: