د سټار مارننګ مؤسسې رئیس د کابل پوهنتون له رئیس سره لیدنه وکړه
د سټار مارننګ مؤسسې رئیس ښاغلي لارس پترسن د کابل پوهنتون له رئیس ښاغلي دکتور اسامه عزیز سره د روان کال د وږي میاشتې په پنځمه نېټه د شنبې ورځ لیدنه ترسره کړه.
پدغه لیدنه کې د کابل پوهنتون رئیس په پوهنتون کې د ښاغلي پترسن حضور او ددغه مؤسسې د روغتیایي کلینیک د کړنو او همدارنګه د خدماتي او ټیټ رتبه کارکوونکو لپاره د طبي لومړنیو مرستو د برابرولو په پار مننه وکړه او هغه یې ګټورې او اغیزمن وبلل. دکتور عزیز د یادې مؤسسې او کابل پوهنتون تر مینځ د هوکړه لیک پر بیاکتنه او د اصولي او قانوني لارو د مرستو پر دوام ټینګار وکړ.
د سټار مارننګ مؤسسې رئیس، لارس پترسن د کابل پوهنتون له رئیس سره په لیدنه خوښي څرګنده کړه او د یادې مؤسسې د مرستو او همکاریو پر دوام یې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې دوی د روغتیایي خدماتو د ارائه کولو لپاره متعهد دي او هڅه کوي چې یاد خدمات لا ښه او زیاد کړي.