د سولې دودولو لپاره د کابل پوهنتون د محصلینو د وړتیاوو لوړولو ورکشاپ جوړ شو

Abdul Hai Alamyar
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۶:۱۲
ku

د سولې کلتور دودولو په هکله د کابل پوهنتون د محصلینو وړتیاوو لوړولو ورکشاپ د روان کال د زمري په ۵ د دوشنبې په ورځ د کابل پوهنتون د یو شمېر پوهنځیو محصلینو په ګډون جوړ شو.

دا ورکشاپ د کابل پوهنتون د محصلینو چارو معاونیت په همکاري د سولې لپاره د زده کړې او څېړنې موسسې له لوري جوړ شوی دی. پدې ورکشاپ کې د سولې، کړکېچ، تاوتریخوالي او په هیواد کې د سولې زده کړې کلتور دودولو په برخه کې ګډون کوونکو ته زده کړه ورکول کیږي. پدې ورکشاپ کې هڅه کیږي تر څو ګډونکوونکو ته په هیواد کې د سولې کلتور زده کړې ګټې او ښېګڼې زده او نور ورته وهڅوي. دا ورکشاپ د لسو ورځو لپاره دوام کوي او د مختلفو پوهنځيو ۲۰ تنه محصلینو پکې کړی دی.

د ورکشاپ په پای کې د شلو ګډون کوونکو له ډلې څخه لس تنه د غوره محصلینو په توګه ټاکل کیږي تر څو راتلونکو مرحلو لپاره په هیواد کې د سولې کلتور دودولو لپاره زیات وروزل شي. په افغانستان کې د سولې کلتور دودولو برنامه د اروپايي اتحادیې او نورو بنسټونو له لوري ملاتړ کیږي او په کابل او ننګرهار پوهنتونونو کې پلې کیږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۹:۲۳
Background image

د کابل پوهنتون رییس د افغانستان د پرمختیا لپاره د لوړو زده کړو د پیاوړتیا برنامې (AHEAD) رییس سره وکتل

د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري د افغانستان د پرمختیا لپاره د لوړو زده د پیاوړتیا برنامې (AHEAD) رییس ښاغلي نجیب الله سیاوش سره د پوهنتون ریاست کې وکتل او د دواړو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۴ - ۱۷:۱۳
Background image

د 1400 کال د کابل حوزي د کانکور ازموینې اخیستو بهیر په کابل پوهنتون کې پیل شو

د کابل حوزې د ۱۴۰۰ کال د کانکور ازموینې اخیستو بهیر د روان کال د زمري په ۱۴ نېټه د پنجشنبې په ورځ د لوړو زده کړو وزیر ډاکټر عباس بصیر، د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۳ - ۱۵:۱۱
Background image

د کابل پوهنتون د فارمسي پوهنځي او د افغانستان د خوړو او درملو ملي اداري ترمنځ د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

د کابل پوهنتون د فارمسي پوهنځي او د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې ترمنځ د همکاریو هوکړه لیک د روان کال د زمري په ۱۳ نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد. . .

BACK TO NEWS

All Media

د کمال خان بند د پرانیستې په پار د افغانستان د اوبو مطالعه او مدیریت تر عنوان لاندې علمي او څېړنیز کنفرانس

په کابل پوهنتون کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل

د کابل پوهنتون د عامه ادارې او پالیسي او دریاضیاتو پوهنځيو د نوې ودانۍ پرانیسته