د زدکړه ییزې ارزونې مېتودونو ورکشاپ دایر شو
ياد ورکشاپ چې د کابل پوهنتون د استادانو د مسلکي ودې آمریت له لوري دایر شوی وو، په کې د اروا پوهنې پوهنځي استاد پوهنوال محمد بشیر بهرامي د یاد پوهنتون بېلابېلو پوهنځیو استادانو ته معلومات ارایه کړل.
په دې ورکشاپ کې د زدکړييزې ارزونې مېتودونو، د محصلینو ارزونې ډولونو، د ارزونې ګټو او زیانونو په اړه معلومات وړاندې شول.