د ديني-اصلاحي درسونو لړۍ پیل شوه

tariq_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۱۵:۵۸
444778

د درسونو دا لړۍ، چې د کابل پوهنتون د دعوت او ارشاد آمريت لخوا پيل شوه، يوه اونۍ دوام کوي او د پوهنځيو محصلين په کې په نوبتي شکل د يو ځانګړي مهالويش سره سم ګډون کوي.

په افتتاحيه غونډه کې د پوهنتون رئیس دوکتور اسامه عزیز محصلين خپلو ديني مسؤوليتونو ته وهڅول او ويې ويل، محصلين بايد د مسلکي زده کړو ترڅنګ په ديني برخه کې هم کافي معلومات ولري، د مستشرقينو يا بې دينه طبقو له شکوکو او شبهاتو متاثره نه شي، دینې مسائل د انټرنټ او نورو غير معتبرو سرچينو پرځای مخامخ له معتبرو علماء کرامو او استادانو زده کړي او د اړتيا پر وخت په جرءات سره پوښتنه وکړي ترڅو ورته قناعت حاصل شي.

وروسته شیخ احسان الله حنفي په ورسپارل شوې موضوع خبرې وکړې او ترڅنګ يې محصلینو ته سپارښتنه وکړه چې د دیني مجالسو له لارې خپله دیني پوهه پیاوړې کړي او د فکري جګړې پر وړاندې داسې وروزل شي چې د دین، کلتور او ارزښتونو دفاع وکړي. نوموړي زیاته کړه چې د فکري جګړې پر وړاندې د ځوانانو سالمه تربیه ډېره مهمه ده، تر څو دوی وکولای شي د خپل دین، کلتور او ملي مصالحو دفاع وکړي او د فکري یرغلونو پر وړاندې خپل اغېزناک نقش ولوبوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۹:۲۴
Background image

د کرنیزو کاروبارونو رامنځته کولو سیالۍ اړوند غونډه ترسره شوه

د افغانستان د زراعت پوهنځیو د محصلینو ترمنځ د «کرنیزو کاروبارونو رامنځته کولو» سیالۍ د همغږۍ غونډه په آنلاین بڼه ترسره شوه.

په غونډه کې د کابل پوهنتون رئیس، د لوړو زده کړو وزارت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۰:۴۱
Background image

د دیني ـ اصلاحي درسونو لړۍ پای ته ورسېده

د کابل پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت له لوري د دیني ـ اصلاحي درسونو لس ورځنۍ لړۍ پای ته ورسېده.

په دې درسي لړۍ کې معتبرو شیوخو کرامو پر بېلابېلو دیني او اصلاحي موضوعاتو خبرې وکړې او له. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: