د دندو لایحه

د پوهنتونو د رييس په نشتون کې د هغه دندې پر مخ بيول،

د پوهنخیو له اړتیا سره سم د علمي او قراردادي کادرونو په ګومارنه کې علمي او اصولي اجراات؛

په پوهنتون کې د علمي او څېړنيزو پلانونو طرح او پلېینه؛

د پوهنتون د علمي مجلې او نورو خپرنيزو چارو مشري او څار؛

د پوهنتون علمي شورا ته د کاري پلان جوړول او د تصويب په موخه يې د هر کال په سر کې په علمي شورا کې وړاندې کول؛

د پوهنتون په اړه د مقررو، لايحو او طرالعملونو ځيرنه او ارزونه او د اړتيا پر مهال يې لوړو مراجعو ته د تعديل وړانديز کول؛

د درسي نصاب ارزونه او د وخت له غوښتنو او نړيوالو معيارونو سره يې د برابرولو وړانديز؛

د محصلینو د علمي- ساحوي کارونو د ترسراينې لپاره د امکاناتو برابرول.همدا راز نورې دندې چې علمي معاونيت ته يې د ترسرولو دنده ورسپارل شوې ده.

د کابل پوهنتون ټول علمي پروګرامونه د تشکيلاتو له پلوه؛ د علمي معاونيت په واکونو کې راځي. پر ليسانس، ماسترۍ او دوکتورا پروګرامونو سربېره ځينې امريتونه هم د علمي معاونيت برخه دي. البته د پوهنځيو په چوکاټ کې د ليسانس، ماسترۍ او دوکتورا په کچه خپل علمي فعاليتونو پر مخ بيايي. دلته د علمي معاونیت تر لاس لاندې ټول امریتونه معرفي کېږي.

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم