د درسـي بهیر ارزونې غونډه، د پوهنتون د رئیس ښاغلي دوکتور اسـامه عزیز په مشرۍ او د لـوړو زده کړو وزارت د څار او ارزیابۍ ریـاست مسوولینو په شتون کې ترسره شوه.

tariq_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۰ - ۹:۲۲
1455

د کـابل پوهنتون رئیس دوکتور اسامه عزیز د څار او ارزیابۍ  ریاست له لــوري د وروستـۍ ارزونــې په تـړاو وویل، چــې دا په پـوهنتونو کـې یو مهم اصـل دی، چـې د چـارو د لا ښـه ترسراوي او اصلاحاتو لپاره وخت په وخت د چـارو ارزونه وشي او د پوهنځیـو له رئیسانو څخه یې وغوښتـل چې له یاد ریاست سـره په دې برخه کې د همکارۍ ترڅنګ په علمي چارو کې د دوی له سپـارښتنو او سلا مشورو څخـه سمه ګټه پورته کړي.

د لوړو زده کړو وزارت د څار او ارزیابۍ رئیس حـافظ مولوي احمدالله حمـاد په کـابل پوهنتون کـې د خپـلې تـرسره شـوې علمي چارو ارزونې په تړاو معلومات وړاندې کړل او د ارزونې په ترڅ کې یې د ترسره شوو معلوماتو په اړه یې تفصیلي وینا وکړه.

ورپسې د کابل پوهنتون  د بېلابېلو پوهنځیو رئیسـانو د لوړو زده کـړو وزارت د څار او ارزیابۍ ریاست له مسوولینو مننه وکړه چې علمي چارې یې و ارزولې او دغه راز ـیې د دوی له سـلا مشورو او وړاندیزونه څخه د قدردانۍ ترڅنګ ډاډ څرګند چې له سپارښتنو څخه به یې په علمي چارو او درسي بهیر کې استفاده کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۸:۲۷
Background image

په پنځو فرامینو کې د تر سره شوې سيالۍ پايلې اعلان شوې

په کابل پوهنتون کې د عاليقدر امير المؤمنين (حفظه الله تعالی ورعاه) په پنځو فرامينو کې د اخیستل شوي سياليزې ازموینې پایلې اعلان شوې.

دا سيالي د دې پوهنتون د محصلینو د همغږۍ او خدمتونو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۸:۳۴
Background image

د نشراتي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې ورکشاپ پیل شو

د نشراتي چارو کارکوونکو د مسلکي ظرفیتونو لوړولو، د رسنیزو فعالیتونو معیاري کولو او د علمي او اکاډمیکو فعالیتونو اغېزناک انعکاس په موخه د کابل پوهنتون د نشراتو او عامه اړیکو امریت له. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: