د دارالامان په سیمه کې د وترنري پوهنځي د څارویو کلینیک فعال شو

tariq_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۲۲ - ۱۴:۳۲
61

نوموړی کلینیک د وترنري علومو پوهنځي په ملکیت کې چې شپږ جریبه پراخوالی لري، د کابل په دارالامان سیمه کې موقعیت لري. پخوا له دې کلینیک څخه د کابل پوهنتون په ګټه کار نه اخیستل کیده د کابل پوهنتون د رهبرۍ د هڅو په پایله کې دغه کلینیک په دې وروستیو کې د وترنري علومو پوهنځي ته د محصلینو د عملي کار لپاره په واک کې ورکړل شو.

د وترنري علومو پوهنځي رئيس ډاکټر شېرعلي جوهر صافي وايي، دا کلينيک اوس فعال شوی او د تخريب شويو برخو او ساحو د بيارغونې چارې يې روانې دي او تر دې وروسته محصلين په کې عملي کارونه ترسره کوي.

د کابل پوهنتون رهبري په دوامداره توګه هڅې کوي، چې محصلینو ته د عملي او څیړنیزو کارونو زمینه برابره کړي او تر دې دمه یې په دې برخه کې مهم او ګټور کارونه ترسره کړي او په راتلونکي کې هم غوره  پروژې او پلانونه لري.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۲۱
Background image

د کابل پوهنتون پنځو ممتازو فارغانو ته ځانګړې ډالۍ او د دندو ژمنه ورکړل شوه

د کابل پوهنتون د ۱۴۴۸هـ.ق کال د ۲۲ پوهنځیو ۲۵۰۰ فارغانو له ډلې هغه پنځه محصلین چې د ټول پوهنتون په کچه یې له لومړۍ تر پنځمې لوړې نمرې ترلاسه کړې وې او عمومي ممتاز فارغان پېژندل شوي وو،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۸:۵۰
Background image

د لوړو زده کړو د DARP MIS ورکشاپ دایر شو

د «DARP MIS » یا د استادانو د ګمارنۍ او علمي ترفعیاتو برېښنایی سیسټم تر عنوان لاندې یو ورځنی روزنيز ورکشاپ دایر شو.

دغه پرمختللی آنلاین پلیټ فارم چې د هر ځای څخه د لاس رسي وړ دی، د. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: