د حقوقو پوهنځي په شاوخوا چمن کې له سلو څخه زیات شمېر اصل نیالګي کینول شول
د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي محصل محمد افضل سهرابي له سلو څخه زیات شمېر میوه لرونکي او غیر میوه لرونکي نیالګي د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي ته ډالۍ کړل. یو شمېر له یادو نیالګیو څخه د پوهنځي د رهبرۍ او استادانو او د پوهنتون د ساتنې او مراقبت مسولینو لخوا د حقوقو پوهنځي شاوخوا چمن کې کېنول.
پاتې نور نیالګي د پوهنتون د خدماتو آمریت سره په همغږۍ د پوهنتون نورو برخو کې د کېنولو لپاره ولیږل شول؛ ترڅو طرحه شوي پلان له مخې د مشخصو ساحو کې کینول شي.
د کابل پوهنتون اداره له دې ډول محصلینو څخه چې د هېواد او پوهنتون په ښېرازۍ کې خپل رسالت ادا کوي ترې مننه کوي.