د حقوقو پوهنځي محصلینو د دفاع وکالت او جزایي اجراآتو اصولو مضامینو عملي زده کړه تر سره کړه
له (۱۳۳) څخه زیاتو د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي قضاء او څارنوالي څانګو د ورځې څلورم ټولګي او شپې پنځم ټولګي محصلینو د دفاع وکالت او جزایي اجراآتو اصولو مضامینو یوه دوره عملي کار زده کړه ترسره او په پای کې پر هغوی تصدیق پاڼې وویشل شوې.
نوموړی عملي کار د استاد ضیاءالحق زاهد او د حقوقو پوهنځي ټولو استادانو په همکارۍ ترسره شو. ددې عملي کار موخه د حقوقي دوسیو ترتیب او تنظیم، د اتهام نامې ترتیبول، د دعوا اقامه، د دعوا دفع، د دعوا صورت، د عریضې لیکل او نورو حقوقي او جزايي موضوعاتو سره د محصلینو بلدتیا ښودل شوې ده.
د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي رئیس ښاغلي پوهنمل احسان الله فیصل ددې برنامې پایله مثبت یاده کړه او محصلینو ته یې د زیاتو عملي کارونو د ترسره کېدو خبر یې ورکړ.
د کابل پوهنتون محصلانو چارو معاون ښاغلي صلاح الدین ایوبي په یاده برنامه کې د ګډون ترڅنګ د محصلینو لپاره عملي کارونو ترسره کول مهم وبلل. له هغوی یې غوښتنه وکړه؛ چې د عمل په میدان کې لوړ نوښتونه ولري.
یاده برنامه د خیر په دعایه او محصلینو ته د بریالیتوب په توفیق غوښتلو پای ته ورسېده.