د تفتیش عالي ادارې مسوولینو د کابل پوهنتون له رئیس سره لیدنه تر سره کړه

د تفتیش عالي ادارې مسؤلینو د روان کال مرغومي میاشتې په ۲۵مه نېټه د یکشنبې ورځ د کابل پوهنتون له رئیس ښاغلي دکتور اسامه عزیز سره لیدنه تر سره کړه. پدې لیدنه کې د پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال او د یاد معاونیت آمرینو هم حضور درلود. د دې لیدنې موخه په کابل پوهنتون کې په ۱۴۰۰ کال کې د تر سره شوو کړنو او اجراآتو د چک او ارزونې پیل دی.
پدې لیدنه کې د کابل پوهنتون رئیس څرګنده کړه چې د کړنو او اجرآاتو د لا ښه والي، د شته نیمګړتیاوو د موندلو، د نوښتونو او لاسته راوړنو د روښانولو لپاره تفتیش یوه مسلمه او عاجله اړتیا ده او د کابل پوهنتون رهبري د تفتیش له عالي ادارې سره پدې برخه کې په بشپړ ډول همکاره ده. او د یادې ادارې له وړاندیزونو او نظرونو ملاتړ او استفاده کوي.
همدارنګه د تفتیش عالي ادارې د پوهنې، روغتیا او فرهنګ سکتور د تفتیش رئیس عبدالاحد قیومي د یادې ادارې د کار د پیل، د کاري طریقې، د راپورونو د چمتو کولو او نورو مهمو چارو په اړه د کابل پوهنتون رئیس ته هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.