د تدریس او محصلینو د ارزونې مېتودونه

د پوهنځي تدریسي پروګرامونه

بیولوژي پوهنځی د زولوژي او بوتاني دوه ډیپارتمنټونه لري، خو زده‌کړیالان د ډیپارټمنټ په کچه نه فارغوي او زده‌کړیالان د عمومي بیولوژي په څانګه کې د لیسانس په کچه فارغوي، دغه راز د ډیپارټمنټونو د شمېر زیاتوالی د پوهنځي له بنسټیزو موخو څخه ده.

د لیسانس دورې پروګرام په څلورو کلونو( ۸  سمسټرونو ) کې بشپړیږي.  په اول او دویم سمسټر کې پوهنتون شموله بنسټیز درسونه او په پاتې ۶ سمسټرونو کې اساسي او تخصصي مضمونونه تدریسیږي؛ ځکه چې بیولوژي له ځانګړو تطبیقي څانګو څخه ده او لوړه سلنه مضمونونه یې له نظري درس سره سره ( عملي کار) هم لري. د دغه پوهنځي استادان په بیولوژي پوهنځي کې د تدریس تر څنګ نورو پوهنځیو ( وټرنري علوم، ځمک‌پیژندنې، ټولنیزو علومو، چاپېریال ساتنې، فارمسي، ارواپوهنې او تربیتي علومو) کې هم د عمومي زولوژي، عمومي نباتات، ایکالوژي، د حجرې بیولوژي او نورو مضامینو تدریس کوي.

گالری رسانه

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

د کابل پوهنتون د لوړو زده کړو د پیاوړتیا ملي کنفرانس انځوریز البوم

د کابل پوهنتون استادانو ته د لوړو زده کړو محترم وزیر شیخ ندا محمد ندیم صاحب د وینا یوه برخه:

د ټولنیزو علومو پوهنځي کې د ماسټري د نویې برنامې رامنځ ته کېدو د نصاب په اړه د نظر شریکولو غونډه ترسره شوه

د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځي د څېړنیز پوسترونو نندارتون پرانستل شو

د کابل پوهنتون د ۱۴۰۱ هـ ل کال د فارغ التحصیل محصلینو د فراغت غونډې مراسم تر سره شول

د کابل پوهنتون د ۱۴۰۱ هـ ل کال د فراغت غونډې د عکسونو البوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم

دکابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځۍ د پسرلنی سمسټر د نندارتون په مراسمو کې دلوړو زده کړو وزارت دعلمي معین ښاغلی لطف الله خیرخواه صاحب وینا