د بیولوژي پوهنځي په اړه

د بیولوژي اوسنی پوهنځی د کابل پوهنتون د ساینس پوهنځي په چوکاټ کې په ۱۳۲۱ لمریز کال کې د (بیولوژي ډیپارټمنټ) په حیث جوړ او فعالیت یې پیل کړ او د طبیعي علومو د منځته راتګ نظریه هغه مهال رامنځته شوه چې له یوه پلوه په منځنیو ښوونځیو او لیسو کې د زده کوونکو زیاتوالي له کبله د ښوونکو کمښت او له بله پلوه د طبیعي علومو په مختلفو څانګو کې د متخصصینو کمښت د صنعت د نسبي پرمختګ او پراختیا پر وړاندې د پام وړ وګرځېد، نو له دې کبله دا پوهنځی د یادو اړتیاوو له منځه وړلو لپاره د کابل پوهنتون د درېیم پوهنځي په توګه چې د ساینس فاکولته نومېده او وروسته بیا د طبیعی علومو په نوم ونومول شو، رامنځته شو.

په ساینس پوهنځي کې لومړنۍ ډله زده‌کړیالان ۲۱ تنه وو، چې په ریاضي، فزیک، کیمیا او بیولوژي څانګو کې یې په زده کړو پیل وکړ. د طبیعې علومو د مختلفو څانګو متخصصان چې هغه مهال په مختلفو چارو، وزارتونو او یا دولتي موسسو او ادارو کې په لوړو پُسټونو پر کار بوخت وو، په دغه پوهنځي کې د تدریس لپاره وهڅول شول، ترڅو د هغوی په مرسته پوهنځی کار پیل کړي.

زده‌کړیالانو هغه مهال په (کیمیا او بیولوژي) او (ریاضی او فزیک) څانګو کې زده‌کړې کولې. په ۱۳۴۸ لمریز کال کې د پوهنځي په اکاډمیک جوړښت کې بدلون رامنځته شو او پر بنسټ یې، په تحصیلی نصاب کې هم اصلاحات راغلل او تحصیلي نصاب اختصاصي اړخ ځانته غوره کړ او په بېلابېلو څانګو کې د جلا ډیپارټمنټونو  د رامنخته کېدو لامل شو.

په کابل کې د داخلي جګړو پر مهال د ساینس پوهنځي ټول ډیپارټمنټونه او لابراتوارونه ړنګ شول، خو د ساینس پوهنځي د ریاست په هلو ځلو او د پوهنتون رهبرۍ، لوړو زده‌کړو وزارت په همکارۍ او د نړیوال بانک په مرسته د بیولوژي ډیپارټمنت ودانۍ بیاځلي ترمیم شوه او یو شمېر لابراتوارونه د اړوندو تجربو د تر سره کولو  لپاره زده‌کړیالانو ته چمتو شول، خو لاهم په بشپړه توګه په کېمیاوی او بیولوژیکي موادو نه دي سمبال او بشپړولو لپاره یې هم د پوهنځي د رهبرۍ لخوا هر اړخیزې هلې ځلې روانې دي.

بیولوژي پوهنځی د یو خپلواک پوهنځي په حیث په ۱۳۹۳ لمریز کال کې د مخکیني ساینس پوهنځي په وړانديز  د اکاډمیکو چارو انسجام ریاست او د وزارت رهبرۍ شورا په تایید او د افغانستان د اسلامي جمهوریت په منظورۍ د فزیکي او اکاډمیکو شرایطو له بشپړولو وروسته د پوهنځي کچې ته پرمختګ وکړ او د ۱۳۹۵ لمریز کال څخه را په دېخوا یې په رسمي ډول د یوه خپلواک پوهنځي په توګه فعالیت پیل کړ.

دا پوهنځی اوسمهال دوه ډیپارټمنټونه (نبات پېژندنه یا بوتاني او حیوان پېژندنه یا زولوژي) لري. په پام کې ده چې درېیم ډیپارټمنټ هم په راتلونکي کې رامنځته شي. په دغه پوهنځي کې د زده‌کړې موده څلور کاله ( اته سمسټره) ده چې په لومړیو دوو سمسټرونو کې د پوهنتون شموله مضامینو درس پکې ورکول کېږی، خو په وروستیو سمسټرونو کې د رشتې اساسي او اختصاصي مضمونونه درس ورکول کېږي. د دغه پوهنځي استادان دوکتورا یا هم ماسټرۍ تحصیلي درجې لري او په تدریس، څېړنه، درسي پروګرامونو، درسي توکو او په کمېټو کې د ګډون فعاله ونډه لري.

گالری رسانه

کابل پوهنتون د نارینه محصلینو په لیلیه کې د اوبو فلتر کولو دوه پایې ماشینونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

د کابل پوهنتون استادانو ته د لوړو زده کړو محترم وزیر شیخ ندا محمد ندیم صاحب د وینا یوه برخه:

د کابل پوهنتون د ۱۴۰۱ هـ ل کال د فارغ التحصیل محصلینو د فراغت غونډې مراسم تر سره شول

د کابل پوهنتون د ۱۴۰۱ هـ ل کال د فراغت غونډې د عکسونو البوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم