د برېښنا او الکترونیک انجینرۍ دیپارټمنټ
لیدلوری:
د برېښنا او الکترونیک انجنیري په برخه کې د لوړ کیفیت تحصیلي او څېړنیزو خدمتونو وړاندې کول چې د ټولنې اړتیاوو ته ځواب ووايي.
ماموریت:
د برېښنا او الکترونیک انجنیري دیپارتمنت ژمن دی چې د ټولو بشري، فزیکي او تعلیمي امکاناتو په کارولو سره محصلانو سره مرسته وکړي تر څو خپلې تحصیلي او څېړنیزې چارې په بریالیتوب سره بشپړې کړي.
د لیسانس پروګرام تعلیمي اهداف:
تمه کېږي چې د برېښنا او الکترونیک انجنیري دیپارتمنت فارغان د لاندې وړتیاوو په لرلو سره وکولای شي د برېښنا او الکترونیک انجنیري په فرعي څانګو کې د انجنیر په توګه دنده ترسره کړي:
- د پیچلو انجنیري ستونزو د حل وړتیا د مسلکي زدهکړو په تطبیق سره چې له ساینسي علومو، ریاضیاتو، د برېښنا او الکترونیک انجنیري مفاهیمو او اړوندو علومو څخه ترلاسه شوي وي.
- د تجزیې او تحلیل وړتیا او د نوې او مناسبې تخنیکي وسایلو او سرچینو کارونه د پیچلو ستونزو د حل لپاره.
- د حل لارې د طرحې وړتیا د پیچلو ستونزو لپاره او د اجزاوو، سیستمونو یا پروسو ډیزاین چې د ځانګړو اړتیاوو سره سمون ولري یا نورې اړتیاوې په پام کې ونیسي.
- د څېړنې او پلټنې پر بنسټ د پیچلو ستونزو د حل وړتیا د مسلکي پوهې او مسلکي مسؤلیتونو په ادغام سره.
- د اغېزمنو او باوري اړیکو د ټینګولو وړتیا د پیچلو انجنیري فعالیتونو د پرمخ وړلو لپاره.
- د انجنیري پرېکړو د اغېزو د درک وړتیا او د مسلکي اخلاقو تطبیق د دوامدار پرمختګ لپاره.
- د برېښنا د لیږد لینونو او د وېش شبکو د تحلیل او ډیزاین وړتیا، د استوګنیزو کورونو او صنعتي، استوګنیزو او تجارتي ودانیو د وایرنګ ډیزاین د نړیوالو کودونو سره سم، او د مختلفو انجنیري پروژو د تطبیق معیاري برآورد وړاندې کول.
- د تولید، لیږد او وېش شبکو د کنټرولي سیستمونو د درک او تطبیق وړتیا.
- د بېسیم او موبایل مخابراتي سیستمونو او د بېلابېلو مخابراتي انتنونو د درک وړتیا.
- د انالوګ او ډیجیټل الکترونیکي سرکټونو او د برېښنا الکترونیک وسایلو د کار کولو د درک وړتیا.
- د برېښنا ماشینونو (د مستقیم او متناوب جریان دوراني ماشینونه) او ترانسفارمرونو د کار کولو، تحلیل او ډیزاین د درک وړتیا.
- په ټولو فرعي څانګو کې د علمي څېړنو د ترسره کولو وړتیا د برېښنا او الکترونیک انجنیري په برخه کې.
د نظري او عملي زدهکړو د تطبیق وړتیا په مختلفو مسلکي پروژو کې د اقتصادي محدودیتونو په پام کې نیولو سره