د انجینري پوهنځی ممتازو او تقاعد شویو استادانو ستاینه وشوه

tariq_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۶ - ۱۴:۳۹
323

د روان کال تلې میاشتې په ۱۵ نېټه د شنبې په ورځ د یوې غونډې په ترڅ کې د ۱۴۰۲لمریز کال د کابل پوهنتون انجینري پوهنځي ممتاز محصلین او د پوهنځي تقاعد شوي استادان وستایل شول، په دې غونډه کې د انجینري پوهنځي ۶تنو اوسنیو استادانو څخه هم ستاینه وشوه.

 د انجینري پوهنځي رئیس ښاغلي پوهاند عبدالقیوم کریم د خبرو په لړ کې د انجینري پوهنځي تقاعد شویو، اوسنیو استادانو او ممتاز محصلینو له کوششونو څخه مننه وکړه او دهغوی لپاره یې د بریالیتوب هیله څرګنده کړه.

د کابل پوهنتون علمي چارو مرستیال ښاغلي محمداشرف غیرت په غونډه کې د ګډون څخه خوښي وښووده او د استاد د معنوي مقام په اړه یې خبرې وکړې؛ د کابل پوهنتون رهبرۍ له استادانو او محصلینو څخه په ملاتړ یې ټینګار وکړ.

د محصلانو چارو مرستیال ښاغلي صلاح الدین ایوبي د محصلینو د زحمتونو او هڅو په اړه خبرې وکړې او هغوی یې د زده کړې لوړو پوړونو ته وهڅول.

د انجینري پوهنځي تقاعد شوي استاد ښاغلي پوهاند زلمي زاهب دغونډې معنوي ارزښت وستایه او د علم په ترلاسه کولو کې یې د محصلینو زیاتو هڅو غوښتنه وکړه.

محصلینو د یادې غونډې له ترسره کېدو خوښي څرګنده کړه او د پوهنځي د رهبرۍ، استادانو څخه د زده کړې په برخه کې د خدمتونو ترسره کولو ستاینه یې وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۹:۴۳
Background image

د کابل پوهنتون ملي مجلو نړیوال اعتبار ترلاسه کړ

د یوه ستر او ویاړلي علمي پرمختګ په ترڅ کې، د کابل پوهنتون دوو علمي-خپرنیزو مجلو «د ټولنیزو علومو علمي-خپرنیزه مجله» او «د طبیعي علومو علمي-خپرنیزه مجله» چې تر دې دمه د ملي معتبرو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۹:۴۵
Background image

د بایوستاتستیک او SPSS روزنیز ورکشاپ پیل شو

د کابل پوهنتون فارمسي پوهنځي له لوري د یاد پوهنځي د ځوانو استادانو لپاره د احصایوي سافټویر بایوستاتستیک او SPSS شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو، موخه یې د هغوی د څېړنیزو مهارتونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۹:۱۹
Background image

سلګونه محصلین له ظرفیت لوړونې کورسونو فارغ شول

په کابل پوهنتون کې له ژمنیو رخصتیو څخه په استفادې د ظرفیت لوړونې له لنډمهاله کورسونو څخه ګڼ محصلین فارغ شول.

دا کورسونه کمپیوټر، ویناوالۍ، خطاطۍ، مصنوعي ځیرکتیا، ګرافیک ډیزاین، علمي. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: