د انجینري پوهنځی ممتازو او تقاعد شویو استادانو ستاینه وشوه
د روان کال تلې میاشتې په ۱۵ نېټه د شنبې په ورځ د یوې غونډې په ترڅ کې د ۱۴۰۲لمریز کال د کابل پوهنتون انجینري پوهنځي ممتاز محصلین او د پوهنځي تقاعد شوي استادان وستایل شول، په دې غونډه کې د انجینري پوهنځي ۶تنو اوسنیو استادانو څخه هم ستاینه وشوه.
د انجینري پوهنځي رئیس ښاغلي پوهاند عبدالقیوم کریم د خبرو په لړ کې د انجینري پوهنځي تقاعد شویو، اوسنیو استادانو او ممتاز محصلینو له کوششونو څخه مننه وکړه او دهغوی لپاره یې د بریالیتوب هیله څرګنده کړه.
د کابل پوهنتون علمي چارو مرستیال ښاغلي محمداشرف غیرت په غونډه کې د ګډون څخه خوښي وښووده او د استاد د معنوي مقام په اړه یې خبرې وکړې؛ د کابل پوهنتون رهبرۍ له استادانو او محصلینو څخه په ملاتړ یې ټینګار وکړ.
د محصلانو چارو مرستیال ښاغلي صلاح الدین ایوبي د محصلینو د زحمتونو او هڅو په اړه خبرې وکړې او هغوی یې د زده کړې لوړو پوړونو ته وهڅول.
د انجینري پوهنځي تقاعد شوي استاد ښاغلي پوهاند زلمي زاهب دغونډې معنوي ارزښت وستایه او د علم په ترلاسه کولو کې یې د محصلینو زیاتو هڅو غوښتنه وکړه.
محصلینو د یادې غونډې له ترسره کېدو خوښي څرګنده کړه او د پوهنځي د رهبرۍ، استادانو څخه د زده کړې په برخه کې د خدمتونو ترسره کولو ستاینه یې وکړه.