د افغانستان پرځان بسياینې لپاره د زرغون انقلاب لومړي نړیوال کنفرانس پېژند غونډه ترسره شوه
د روان کال د تلې په ۹ مه نېټه یک شنبه د کرنې په برخه کې د افغانستان پرځان بسیاینې لپاره د زرغون انقلاب نړیوال کنفرانس دوهمه پېژند غونډه؛ چې پام کې ده؛ د روان کال په پای کې د کابل پوهنتون او کرنې پوهنځي په نوښت جوړ شي؛ د رسنیو پر وړاندې ترسره شوه.
د دې غونډې موخه د کرنې په برخه کې د افغانستان پرځان بساینې زرغون انقلاب نړیوال کنفرانس ترسره کېدو لپاره د چمتو والي د جزیاتو پیژندل وو.
د کابل پوهنتون رئیس ښاغلي دکتور اسامه عزیز په یاده غونډه کې را غلو میلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ د ټولنې د پرمختګ پر فکتورونو باندې خبرې وکړې او یادونه یې وکړه؛ چې د نظام او په ځانګړې توګه دلوړو زده کړو وزارت پاملرنه د څیېړنیزو او علمي برخو ته زیاته شوې ده.
د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال ښاغلي دکتور لطف الله خیرخواه د زرغون نړیوال انقلاب کنفرانس د هېواد د لوړو زده کړو وزارت په تاریخ کې لومړۍ نمونه یاده کړه او د هغه پر چمتووالي یې ټینګار وکړ.
د کرنې وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي مولوي صدر اعظم د خبرو په لړ کې د کنفرانس لپاره دیاد وزارت له همکارۍ ډاډ ورکړ.
همدارنګه د اوبو او انرژۍ وزارت مشاور ښاغلي داکتر فاروق اعظم د هېواد پرځان بساینې، غذایي امنیت او بېځایه اوبو مخنیوي په اړه خبرې وکړې او د دهقانانو د ملاتړ غوښتنه یې وکړه.
د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي مولوي حافظ محمدحامد حسیب په اوسنیو شرایطو کې نوموړی کنفرانس د اړتیا او اهمیت وړ وباله اودهغه په ترسره کېدو یې ټینګار وکړ.
په یاده غونډه کې د کرنې پوهنځي رئیس ښاغلي پوهنمل صفي الله جوهر ګډونوالو ته د کرنې په برخه کې د افغانستان پرځان بساینې زرغون نړیوال کنفرانس محورونه تشریح کړل.