"د افغانستان د ځانبسیاینې د زرغون انقلاب لومړی نړیوال کنفرانس" پای ته ورسېده

tariq_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۹:۸
9996333

یاد کنفرانس چې د کابل پوهنتون له لوري د روان لمريز کال د قوس پر پنځمه په کندهار کې پيل شوی و، نن د يادې مياشتې پر اوومه د داخلي او بهرنیو استادانو لخوا د ٨٤ علمي مقالو په ارائیه کولو سره د ا.ا.ا  لوړپوړو چارواکو په حضور کې پای ته ورسيد.

د کابل پوهنتون د علمي څېړنو مرستیال دکتور حامد سالاري د کنفرانس پايلې د یو لړ تطبیقي سپارښتنو ترڅنګ ګډونوالو سره شريکې کړې.

 د بهرنیو استادانو په استازیتوب د نايجيريا هيواد ډاکټر عبدالرحمن ابوبکر صالحو له کابل پوهنتون څخه مننه وکړه، چې دا مهم کنفرانس یې پر لاره اچولی. نوموړي وویل دا شان کنفرانسونه کولی شي، چې د افغانستان په کرنیز سکټور کې د نوې ټکنالوژۍ کارونې په اساس مثبت بدلونونه رامنځته کړي، هغه د خپلو خبرو په جریان کې وویل نړیواله ټولنه دې له افغانستان سره د زراعتي ټکنالوژۍ په برخه کې لازمې مرستې وکړې ترڅو دلته شته ستونزې حل ومومي.

همدارنګه ټول هغه کورني او بهرني استادان او څيړونکي د منندړې او ګډونپاڼې په ورکولو سره وستایل شول، کومو چې د کنفرانس په بهیر کې علمي مقالې وړاندې کړې وې.

په پای کې د کابل پوهنتون رئیس ښاغلي دکتور اسامه عزیز له ټولو ګډونوالو مننه وکړه، او څرګنده يې کړه چې د کنفرانس پايلې به د تطبیق لپاره د يوې طرحې په بڼه له نظام سره شريکې شي او دا لړۍ به تر هغه دوام ولري ترڅو په هيواد کې زرغون انقلاب پلی شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۹:۴۴
Background image

د لوړو زده کړو تحصیلي دریڅې ورکشاپ دایر شو

 د «لوړو زده کړو تحصیلي دریڅه» تر عنوان لاندې یو ورځنی روزنيز ورکشاپ دایر شو.

 دا تحصیلي دريڅه، د افغانستان د پوهنتونونو د استادانو لخوا د ثبت شویو درسي ویډیوګانو یو ځانګړی او مسلکي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۹:۳۵
Background image

سلګونه محصلین له ظرفیت لوړونې کورسونو فارغ شول

په کابل پوهنتون کې د ظرفیت لوړونې له لنډمهاله کورسونو څخه سلګونه محصلین فارغ شول.

دا کورسونه د کمپیوټر اساسات، ویناوالۍ، خطاطۍ، ژبو، مصنوعي ځیرکتیا، ګرافیک ډیزاین، علمي تحقیق، اداري. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: