د افغانستان د معلوماتو مرکز(ACKU)

بنسټي موخې:

  • د فرهنګي خدمتونو تبادله، د مطالعې د فرهنګ دودونه او د څېړنیزو اسانتیاو برابرونه.
  • د سکن او ډيجیټل خدمتونو له لارې په کور دننه او بهر افغانانو ته د ټول چاپي او برېښنايي خپرونو( د ورځپاڼو کلیکسیونونو، جریدو، مجلو، پوسټرونو، نقشو، انځورونو، د سروې ګانو پایلو) او غږیزو، انځوریزو رسنیو او هغو مؤسسو کارونو وړاندې کونه چې د افغانستان لپاره په دې برخه کې کار کوي.
  • افغانانو ته د عامه پوهانو او روزنیز خدمتونو وړاندې کول.
  • د کتابتونو تاسیس او غښتلي کونه
  • د مطالعې د فرهنګ دودونه
  • د ادبي و کلتوري، علمي و څېړنیزو او د خبرو اترو او بحثونو لپاره د کورسونو، ورکشاپونو او سمینارونو جوړونه
  • د ملت جوړونې، پرمختګ، ثبات، د سولې د ټینګښت او زغم په لار کې د پوهانو، څېړونکیو او کارپوهانو د نظرونو د تبادلې
  • اسانچاري

دا مرکز د ۱۳۹۲هـ ل د ورې پر اوومه پرانیستل شو.

په دې مرکز کې دا مهال پر پرمختللیو ډيجیټلي وسایلو سربېره تر ۱۷۰ زرو ریات چاپي او برېښنايي اثار پراته دي چې د افغانستان له بډایو مرکزونو څخه شمېرل کېږي. زیاتره اثار یې په پښتو، دري او انګریزې ژبو دي. دا اثار له دولتي ادارو، د ملګرو ملتونو له ادارې، نادولتي ادارو، نړیوالو څارونکیو او کورنیو او بهرینو څېړونکیو څخه راټول شوي دي، چې غوښنه برخه یې د افغانستان په روغتیايي، کرنیزو، د بشري حقونو، قوانینو ټولګې، د جهاد د مهال مطبوعات او نور کلتوري میراثونه دي.

دا مرکز په څلورو برخو کې کار کوي.

  • د کتابونو را ټولونه ا و د افغانستان د معلوماتو د مرکز د کلیکسیونو بډاینه
  • د خپرونو او (ABLE)کتابتونو پراختیا
  • علمي او څېړنیزو اسانتیاو برابرونه
  • د کلتوري کانفرنسونو او سمینارونو جوړونه

کتابتون:

د څه باندې ۱۷۰ زره اثارو پر ساتنې، ډلبندۍ او تنظیم سربېره په پرله پسې ډول د نویو خپرېدونکیو اثارو لړلیک جوړونه دې مرکز په کارونو کې راځي. دا مرکز له کورنیو او بهرنیو بازارونو څخه مونوګرافونه، کلیکسیونونه او نور څېړنیز اثار هم ترلاسه کوي، سره له دې چې زیاتره اثار ورته د بېلابېلو مراجعو څخه ډالۍ کېږي، ټول راټول شوي اثار د امریکا د کانګرس د کتابتون په طریقه په لړلیک کې شامل او تنظمیږې. دا ټولې چارې د د انګلو امریکن معیاري سیسټم له لارې ترسره کېږی. چې ټولو ت لاسرسی د دې اډرس(.www.acku.edu.af/) له لارې ممکن دی. پر دې سربېره د انځورنو ارشیف، د چاپي خپرونو ډيجیټلونه او له محصلینو، څېړونکیو او نورو مراجعه کوونکیو لپاره د مطالې او څېړنې ځانګړڼې خونې هم لري

وړ ABLE/:

د کتابونو د خپراوي، دکتابتونو د تاسیس او د مطالعې د فرهنګ د دودونې په موخ د افغانستان د معلوماتو د مرکز «وړ» پروګرام لومړی ځل د ۱۳۷۵ هـ ل د تلې له نهمې/ ۱۹۹۶میلادي د اکټوبر پر لومړۍ په ټول هېواد کې پیل شو. «وړ»کتابتونو د ځايي خلکو ښوونکیو، هټۍ والو او سپين ږیرو له خوا اداره کېدل. په دې کې د بېلابېلو علمي، ادبي، ټولنیزو چارو، روغتیا، سوداګرۍ، کسب د زده کړې، کرنې، تاریخ، د کورنیو چارو، چاپېریال ساتنې او ښوونې روزنې اړوند کتابونه شامل دي. وړ کتابتون هر کال د همدې مرکز له خوا غني کېږي او نور کتابونه پرې ور زیاتېږي.

څېړنیز واحد:

د افغانستان د معلوماتو په مرکز کې د څېړنېز واحد د رامنځته کېدا موخه دا ده چې د دې مرکز په کتابتون کې له پرتو علمي اثارو کې څخه پوهانو او څېړوننکیو ته د څېړنو لپاره د استفادې اسانتیاوې برابرې شي. د دې مرکز مهم هدف په افغانستان کې د څېړنې حالت ښه کول دي په دې ډول چې په ملي او نړیوالو ژبو څېړنې وشي او د کورنیو او بهرنیو څېړونکیو د لاسرسي وړ شي. د افغانستان د معلوماتو د مرکز د څېړنیز واحد دې موخې د ترلاسي لپاره دا موخې پالي.

  • دا مرکز په د افغان ټولنې د کلتور، سیاست، اقتصاد او... په برخو کې د علمي- څېړنیزو سمینارونو او بحثونو کوربه توب کوي او ورسره ورسره د دکورنیو او بهرنیو څېړونکیو نویو موندونو ته هرکلی وايي.
  • د معیاري څېړنو او د ځوانو څېړونکیو د وړتیا لوړونې په موخه هڅه کوي چې د مرکز له سرچینو د استفادې لارسازي وکړي.
  • په څېړنیزه برخه د کورنیو او بهرنیو څېړونکیو د یوه نیټ ورک رامځته کول.
  • د افغانستان د معلوماتو د مرکز څېړنیز واحد دا ټولکي او ورکشاپونه جوړ کړي دي.
  • انتقادي مطالعه
  • د کمي او کیفي څېړندود
  • د سناد تحلیل
  • د افغانستان د معلوماتو په مرکز کې له پرتو سرچینو سره بلدتیا پر دې سربېره د افغانستان د معلوماتو مرکز د څېړنو او سمنیارونو لپاره د مېلمنو څېړونکیو هرکلی هم کوي او د څېړنې لارسازي ورته کوي.

ارتباطات:

د افغانستان د معلوماتو د مرکز د ارتباطاتو برخه د افغان ټولنې سیاست، کلتور، اقتصاد او... برخو کې د علمي بحثونو کوربه توب هم کوي. په دې برخه کې ویناوالي، ملي او نړیوال کانفرنسونه، روزنیز ورکشاپونه، د انځوریز نندارتونونه او کلتوري بحثونه جوړوي. د دې پروګرامونو موخه د افغانستان د معلوماتي مرکز د اطلاعاتي سرچینو او د افغانستان په د کورنیو او نړیوالو څېړونکیو او هنرمندانو د اثارو معرفي ده.

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم